The news is by your side.

ترکيې د افغان سولې لپاره يو بل قدم هم اوچت کړ

خبريال وېبپاڼه- وروسته له هغه چې په ترکيه کې د يوې لویې بين الافغاني غونډې د جوړېدو خبر ورکړل شو اوس ددې هېواد د ديانت وزرات هم اعلان کړي دی چې د اعلان ترڅنګ دوی پلان لري چې د افغان او ترک علماوو ترمنځ يوه ګډه غونډه هم جوړه کړي.

په دې کنفرانس کې به د افغان او ترک علماوو ترڅنګ د نورې نړۍ څخه هم معتبر علماؤ ګډون وکړي او ټول به د افغانستان د جګړې د حل په موخه شرعي لارې چارې ولټوي.

دغه خبر د افغانستان د حج او اوقافو له وزرات څخه خپور شوی دی او پکې راغلي دي چې ددې وزرات وزير محمد قاسم حليمي په دې هکله د ترکیې هېواد د ديانت له وزير علي ارباش سره خبرې کړې دي.

ددې غونډې د تاريخ په هکله دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي، که څه پلان دادی چې په لنډه موده کې به په استانبول کې بين الافغاني خبرو لپاره غونډه جوړه شي خو ددې غونډې د وخت په هکله هم غوڅ مالومات شتون نلري.

تر دې وړاندې يو ځل اعلان شوي و چې دا غونډه به د روانې عيسوي مياشتې په ۱۵ ترسره شي خو وروسته داسې خبرونه خپاره شول چې ګواکي طالبان ددې نېټې سره نه دی موافق او غواړي دا غونډه د روژې څخه وروسته ترسره شي.

ددې غونډې يانې اسلامي علماؤ د غونډې وخت هم دقیق نه دی مالوم چې د استانبول د غونډې څخه وروسته به ترسره کېږي که مخکې.

د ترکيې هېواد وروسته له هغه د بين الافغاني خبرو لپاره وټاکل شو چې په دوحه کې د دریو میاشتو خبرو وروسته بيا هم د افغان لوریو ترمنځ خبرې کومې پايلې ته ونه رسېدې.

د دوحې د خبرو د بې پايلې کېدو وروسته اوس امريکا خپله لاس پکار شوې ده او د استانبول غونډې ته یې خپله طرحه راوړې ده، افغان حکومت هم خپله طرحه تياره کړې او ويل کېږي چې کېدی شي دې غونډې ته طالبان هم یوه طرحه وړاندې کړي.

Comments are closed.