The news is by your side.

منظور جهاني ته: په شریکه به هدف ته رسیږو

خبریال ویبپاڼه/ د هېواد وتلي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ته یو لیک لیکلی چې پکښي يې د هغه بریا او رښتین ولي کیسه کړې.
که څه هم د خپل لیک په دوام ښاغلي جهاني ویلي چې ښايي د ده لیک تر منظوره و نه رسیږي خو بیا يې هم ویلي چې دی ویاړ په کوي او د فخر وړ یې دی.
خو منظور پښتین د دې پښتانه شاعر هیله ډیر ژر پوره کړې او د عبدالباري جهاني لیک یې ترلاسه کړه او خورا په مینه يې ورته ځواب لیکلی.
پښتانه او سپین ږیري شاعر عبدالباري جهاني په خپل لیک کې ویلي په ژوند کې يې یوازنی ارمان د منظور پښتین لیدل دي او کله چې يې هغه ولیدی نو په غیږ کې به یې نیسي او پر ږیره به یې ښکل کوي.
جهاني ویلي له کلونو او پیړیو وروسته پښتانه په ژوندانه د خپل یو زړور بچې ستاینه کوي او همدا بچی دي خدای ج د خپل قام روزي کړي ده د یوه نا پوره سوي ارمان په توګه ویلي ای کاش ټول دي په قدر پوی سي او ستا تر بیرغ لاندې لر اوبر افغانان راټول سي.
که څه هم جهاني زړه نازړه و منظور پښتین ته دا لیک لیکلی چې ورته وبه رسیږي یانه خو منظور پښتین د دې پښتانه او لوی شاعر دا ارمان ژر پوره کړ او په ځواب کې يې ورته وویل زما د کور لوی فرهنګپال جهاني.
منظور پښتین عبدالباري جهاني ته د هغه د لیک په ځواب کې وویل زما د لوی فرهنګپال جهاني صاحب، مننه او درناوی ستاسې له اخلاص او نیکو هیلو منندوی یم داسې وخت دي خدای ج راولي چې زموږ ستر ارمانونه پوره یو او بل ته سره غاړه غړۍ سو.
هغه په خپل ځواب کې جهاني صاحب ته لوی پیغام پریښی او ویلي يې دي چې دې هدف ته به په شریکو هڅو رسیږو او خپل هدف به تر لاسه کوو.
منظور پښتین له پیړیو پیړیو وروسته د پښتون قام او پښتون ژغورنې په برخه کې په نړۍ واله کچه د دې مظلوم ولس ږغ پورته کړ، هغه د خپلو هڅو په برکت پښتون قام نړۍ ته د یو امن خوښوونکي قام په توګه ور وپيژانده ځکه نو د اوسني عصر د پښتنو لوی شاعر عبدالباري جهاني خپلې هیلې او مشورې د یوه لیک پر مټ تر پښتینه ورسول.

Comments are closed.