The news is by your side.

صالح: د زور او کودتاه له لارې واک ته رسېدل نه منو

خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي په هېڅ ډول به موقت حکومت او د کودتا له لارې واک ته رسېدل ونه مني او سیاسي مخالفین دې یې دا خوب اوبو ته ووايي.

هغه ویلي، چې د سولې لپاره قربانۍ ته چمتو دي، چې له وخت وړاندې ټاکنې وکړي او نه غواړي خپله دوره بشپړه کړي، خو موقت حکومت او د زور او کودتاه له لارې واک ته رسېدل نه مني.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې لپاره باید سیمه ییز او نړیوال تضمینونه موجود وي او په داسې تګلارو فکر وشي، چې واقعي سولې ته رسېدل ممکن کړي.

امرلله صالح داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې بل لورته بیا تازه د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د واک له انتقال پرته د سولې ټینګښت او اوربند ناممکن وباله.

حکمتیار وايي له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي کېدلای شي.

نوموړی وايي، چې طالبان هم په دې شرط اوربند مني، چې نوي او همه شموله حکومت ته د واک ولېږدول شي او تضمین شي.

د حزب اسلامي مشر د سولې په اړه د حکومت اوسنۍ طرحه د بهرنیانو د فشار پایله بولي او وايي، چې په دې طرحه کې هم په لوی لاس مغالطه شوې ده او وايي په دې طرحه کې د سولې پروسې د تخریب او د جنګ د دوام هڅه شوې.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې ده نږدې راتلونکې کې د سولې په اړه د ترکیې غونډه جوړه شي، چې د جګړې او سولې د برخلیک په اړه به جدي پرېکړې پکې وشي، خو لا مالومه نه ده چې یاده غونډه به کله او څنګه ترسره شي.

دلته بیا ورځ تر بلې جګړه زور اخلي او هره ورځ لسګونه ملکي او نظامي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي او عام افغانان یې سخت اندېښمن کړي دي.

طالبانو بیا امریکایانو ته هم کوته څنډلې چې که په ټاکلې نېټه ونه وځي، نو پر دوی به بریدونه پیل کړي، چې دا به د جګړې د نوي فصل مقدمه وي او مجبور دي چې د دوحې تړون هم نقص کړي.

Comments are closed.