The news is by your side.

طالبانو سره د پاکستان ناځواني: امریکا دي سرتیري نه باسي

خبریال ویبپاڼه/ اخیر طالب پلوه پاکستان هم امریکا ته عذر وکړ او ویې غوښتل چې خپل سرتیري دي له افغانستانه نه باسي،ځکه بو ناورین به رامنځ ته سي.
پاکستان ویلي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو ملاتړی نه دی او امریکا په دې برخه کې باید له جدیته کار وا نه خلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستانه باید مسؤلانه وي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا خپل ځان ته په امتیاز ورکولو وښودله چې تراوسه يې د افغان سولې په برخه کې همکاري کړې او لاهم به هم خپلې دې همکارۍ ته دوام ورکړي.
بیان وایي چې دوی په افغانستان کې د سولې راتللو ملاتړ کوي او د دې ملاتړ هم کوي چې امریکایان به مسؤلانه توګه او شرایطو ته په کتلو سره له افغانستانه ووزي.
د پاکستان د بهرنیو چاروزارت ویاندزاهد حفیظ وویل که چیري امریکا په غیري مسؤلانه توګه له افغانستانه ووزي نو پایله به یې ترهګرو ډلو ته د زمینې برابرول وي او افغانستان به یوځل بیا په یوه ناپایه جګړه واوړي ځکه نو امریکا باید په دې برخه کې جدي وي.
که څه هم ډیر نورو هېوادونو هم له افغانستان د امریکا پر مسؤلانه وتلو ټینګار کړی خو امریکا په دوه کې حیرانه ده چې ځان د طالبانو بریدونو ته ټینګ کړي او که نړیوال ضمانت پرځای کړي؟
پاکستان دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې تازه سپیني ماڼۍ یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو د ژر وتلو په هکله څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې ښايي بایډن په دې هکله څه ووايي.
ه افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو په هکله یوځل بیا سپنې ماڼۍ خپل نوی دریځ اعلان کړی بایډن په دې هکله نوې څرګندونې کړې.
جن ساکي د سپینې ماڼۍ یوې ویاندي د امریکايي عسکرو د بیا وتلو او د بایډن له لوري د یوه نوي اعلان په تمه دي هغې ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو تر نېټې ښايي بایډن هم د سرتیرو وتل اعلان کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي تراوسه پوري په دې هکله څه نه سي ویلی خو زیاته کړې يې ده دې ته انتظار ده چې خپله له بایډنه دا خبر واوري.
بیان د ډیپلماټیکو هڅو او له طالبانو سره د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی دا هڅې روانې کړې دي.
د امریکا او طالبانو له هوکړې وړاندې تراوسه پوري داسې حیرانوونکی خبر نه دی ورکول سوی خو دا یو نوی خبر کیدلای سي چې سپنې ماڼۍ ورکړی دی.
د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې تر مي میاشت پوري چې یوازي څو ورځې پاتي دي باید ټول بهرني او امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي، خو داسې فکرونه هم موجود دي چې ښايي د دې سرتیرو د دندې موده تر ۲۰۲۲کال پوري وغځول سي.

Comments are closed.