The news is by your side.

بایډن به د سرتیرو په هکله حیرانوونکی اعلان وکړي

خبریال ویبپاڼه/ په افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو په هکله یوځل بیا سپنې ماڼۍ خپل نوی دریځ اعلان کړی بایډن په دې هکله نوې څرګندونې کړې.
جن ساکي د سپینې ماڼۍ یوې ویاندي د امریکايي عسکرو د بیا وتلو او د بایډن له لوري د یوه نوي اعلان په تمه دي هغې ویلي چې د امریکايي ځواکونو د وتلو تر نېټې ښايي بایډن هم د سرتیرو وتل اعلان کړي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي تراوسه پوري په دې هکله څه نه سي ویلی خو زیاته کړې يې ده دې ته انتظار ده چې خپله له بایډنه دا خبر واوري.
بیان د ډیپلماټیکو هڅو او له طالبانو سره د خبرو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دوی دا هڅې روانې کړې دي.
د امریکا او طالبانو له هوکړې وړاندې تراوسه پوري داسې حیرانوونکی خبر نه دی ورکول سوی خو دا یو نوی خبر کیدلای سي چې سپنې ماڼۍ ورکړی دی.
د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې تر مي میاشت پوري چې یوازي څو ورځې پاتي دي باید ټول بهرني او امریکايي سرتیري له افغانستانه ووزي، خو داسې فکرونه هم موجود دي چې ښايي د دې سرتیرو د دندې موده تر ۲۰۲۲کال پوري وغځول سي.
طالبانو په خپلو خبرداریو کې له بهرنیو ځواکونو غوښتي چې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه ووزي او که چیري داسې و نه سي نو دوی به پرې خپل بریدونه پیل کړي.
د ناټو او امریکا له ژمنو څخه داسې ښکاري چې خپل ماموریت ته به دوام ورکوي خو د سپینې ماڼۍ د نوي بیان له مخې زیاته حیرانتیا رامنځ ته سوې چې بایډن به څه ووايي.
سپینې ماڼۍ هیله څرګنده کړې چې بایډن به د سرتیرو د ژر وتلو په هکله خپل دریځ اعلان کړي او د افغانستان لپاره به خپلو هڅو دوام ورکړي.
د افغانستان لپاره د سولې هڅو په ترڅ کې د سولې لپاره د ترکیې کنفرانس پر لاره دی ترڅو د افغانستان لپاره یو نهايي لوری وټاکي، ویل کیږي امریکا پر طالبانو او افغان دولت خپل فشارونه زیاته کړي ترڅو د یوې نهايي پریکړي پر لور قدمونه اوچت کړي او روانې جګړې  ته د پای ټکی کښېږدي ترڅو افغانان له اوږدې جګړې خلاصی ومومي

Comments are closed.

koi finance