fbpx

د نړۍ تر ټولو يخه سيمه

ايا داسې سيمه مو ليدلې، چې سړى له کوره راوځي او وروځې يې واوره ونيسي، يا هم ټول کالي يې داسې سپين له واورې ډک شي، لکه د واورې غونډارى. که مو نه وي ليدلي، نو نن درته په خبريال کې همداسې يوه سيمه درپېژنو، چې د نړۍ تر ټولو يخه سيمه هم ورته ويل کېږي او دومره يخ پکې وي، چې انسان څنګه له کوره راوځي، نو يې وروځې تکې سپينې واوره شي.

دا د روس په سايبريا کې د اويمياکون په نوم يو کلى دى، چرته چې د جنورۍ په مياشت کې هم منفي ٥٠ ډګري سينټي ګريډ وي. دومره يخ وي چې خلک په کورونو کې پايپونه نه لګوي، ځکه په يخ کې يې د چاودېدو ويره وي، همدا راز موټرې خلک ودروي نه، ځکه چې بيا پکې پيټرول واوره کېږي.يخه سيمه ٢

د روان کال په پيل کې په دې کلي کې د موسم درجه حرارت ناپونکى ترماميټر په منفي ٦٢ ډګري کې چاودېدلى و. دلته عامه درجه هم منفي ٤٠ ډګري وي. دومره زياته يخني چې دلته د انسانانو د اوسېدو فکر بېخي نه شي کېداى، خو بيا هم په دې سيمه کې يو کلى دى او ډېرى خلک پکې ژوند کوي. د ماسکو نه ٧ زره کلوميټره ليرې د نړۍ تر ټولو په دې يخه سيمه کې ٥٠٠ کسان ژوند کوي.

دلته ژوند لکه د نورو سيمو په څېر روان دى، ماشومان تر هغې ښوونځيو ته ځي چې تر څو يخ منفي ٥٢ ډګري ته نه وي راښکته شوى. دلته اوسېدونکي خپله ټوله ګزاره د څاروو په ساتلو او د کبانو په نيولو کوي. دلته غواګانې هم شته، خو له جون واخله تر اکتوبر پورې شيدې ورکوي. که د کبانو خبره وشي، نو که کب له اوبو راوويستل شي، نو په شل ثانيو کې ترې واوره جوړېږي.

په دې کلي کې کورونه داسې جوړ شوي دي، چې هغه د دومره زيات يخ د قابو کولو صلاحيت لري، ځکه دلته خلک زيات وخت په کورونو کې تېروي. د دې کلي خلکو ته لمر ډېر په ګرانه وررسېږي، په کال ډېر لږ داسې وختونه راځي، چې دې کلي ته لمر خپل سر ورښکاره کوي.يخه سيمه ٣

خو تر ټولو خوندوره خبره چې په دې کلي کې ده، هغه دا ده چې که څه هم د نړۍ تر ټولو يخ کلى دى او هر څه پکې په ثانيو کې واوره کېږي، خو بيا هم د کلي نوم (اويمياکون) دى، د (اويمياکون) معنا ده، داسې اوبه چې نه واوره کېږي.