The news is by your side.

امریکا د افغانستان او پاکستان ترمنځ نوې  لوبې اچوي

خبریال ویب پاڼه/ راپورونه وايي چې د امریکا هڅه داده چې د پآکستان او افغانستان ترمنځ د نویو اړیکو په ایجاد په سیمه کې دجګړې ترهه ګرو سره مبارزې پر ضد تاکتیک بدل کړي.د افغان سولې په برخه کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو وروستیو څرګندونو کې په دې اړه خبرې کړې او ویلي یې دي چې دوی بريتانیا ته دنده سپارلې ترڅو افغانستان او پآکستان سره نژدې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د بریتانیا او پاکستان د پوځ مشرانو افغانستان ته سفر کړی او په دې هېواد کې يې د  ولسمشر په ګډون له ګڼو لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي دي.

زلمي خلیلزاد ویلي پاکستان په افغانستان کې مشروع ګټې لري او هغه ګټو ته يې باید افغانان درناوی ولري، د ده په وینا دا چې دوی بریتانیاته دنده سپالې چې باید د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو سمولو لپاره کوښښ وکړي او د دې دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې کمې کړي.

خلیلزاد د یوې مهمې خبرې په یادولو سره وویل بله هڅه به دا وي چې د دواړو  هېوادنوو ترمنځ یو امنیتي  تړون رامنځ ته سي ترڅو د هرڅه په وړاندې مبارزه وکړای سي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا یادونه ونکړه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به کوم ډول امنیتي تړون رامنځ ته کیږي خو د امنیتي تړون د رامنځ ته کولو خبره یې وکړه.

امنیتي تړون به ګټه وکړي؟

که څه پاکستان نه غواړي چې افغانستان کې هرڅه سم سي خو که چیري امنیتي تړون رښتیا هم په خپلو نورمونو او د پاکستان په فرمایش ونه سي نو بیا د یوه تړون له مخې مجبوره دی سیخ ولاړ سي خو تراوسه د دې امنیتي تړون په هکله جزیات نه دي ورکول سوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړون مواد او موارد به څه وي.

دا چې امریکا وزي او د افغانستان د جګړې اصلي عامل پاکستان ګڼل خو دا چې پاکستان د امریکا له لوري د یوه تړون په رامنځ ته کولو مجبوره کیږي بیا داسې هیلي سته چې پاکستان به هغه څه وکړي چې اړین دي خو د دې دوه مخې هېوا په کارونو او پالیسیو هیڅ باور نسته

Comments are closed.