The news is by your side.

طالبانو ته د یوه کافر پیغور

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم طالبان لاهم په افغانستان کې خپلې روانې جګړې  ته د مشروعیت له کبله د جهاد نوم ورکوي خو د ټولې نړۍ دیني  عالمانو دې جګړې ته مشروغیت نه دی ورکړی او دا جګړه يې ناروا بللې.

اوس تازه د بریتانیا لوی درستیز جنرال نیکلاس پاتریک کارتر په خپلو تازه څرګندونو کې چې تازه يې افغانستان ته سفر هم کړی ترسره کړې او د روانې جګړې د توجیې لپاره لکه طالبانوته چې پیغور ورکړی وي.

طالبان خپله جګړه جهاد بولي خو د بریتانیا لوی درسیز ویلي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته په افغانستان کې جګړه هیڅ توجې نلري او باید جګړه و درول سي.

کاترچې  تازه په یوه مرکه کې دا څرګندونې کړې افغانستان د پاکستان د لوی درستیز جنرال قمر باجوه سره راغلی وو او دلته یې د افغان ولسمشر په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو مسؤلینو سره ولیدل.

پاتریک کاتر له طالبانو غو ښتي چې د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته طالبانو ته لازمه ده چې نور له جګړو لاس په سر سي ځکه د دوی له لوري روانه جګړه د بهرنیو ځواکونو وتلو وروسته هیڅ توجې نلري.

د ده په وینا دا ځکه توجې نلري چې یوازي د افغانانو په وړاندې ده، او زیان يې افغاانانو ته رسیږي، په دې وروستیو کې په بریدونو کې یوازي افغانان په نښه سوي.

د لوګر کابل او یو شمېر نورو خونړیو بریدونو ته په کتلو سره د تیر یوه کال را په خوا د روژې میاتش د عامو افغانانو لپاره خورا خونړۍ وه او په دې میاشت کې ډیر افغانانو ژوند له لاسه ورکړ او لاهم دا پروسه روانه ده.

بریتانیا یوځل بیا ژمنه کړې چې له فغان دولت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي، لوی درستیز د افغانستان دولت مخاطب کړی چې د افغانانو د ساتنې مسؤلیت يې پر غاړه دی او په دې برخه کې ورسره بریتاانیا همکاري کوي.

پاتریک کاتر پر داسې مهال د افغانستان د جګړې د مشروعیت په هکله څرکندونې کوي چې تازه طالبانو ویلي جګړه يې جهاد دی او د اختر له درې ورځني اوربند وروسته به یوځل بیا خپلو بریدونو ته دوام ورکوي دوی وویل لاهم د جګړې وخت دی او جګړه به کوي

Comments are closed.