The news is by your side.

د افغانستان حق کې د پاکستان له شرمه ډک اعتراف

خبریال ویب پاڼه/ که څه هم پاکسستان ځان ته اسلامي او خپلواک هېواد وايي خو اصل کې داسې نه دی همدا هېواد دی چې افغانستان څو لسیزې ترې شر لیدلی اوس يې خپله له شرمه ډک اعتراف کړی.

پاکستان ویلي په بله جګړه کې چې د افغانستان لپاره وي ملاتړ نه کوي یعني په مخکنۍ جګړه شل کلنه جګړه کې همدې پاکستان د امریکا ملاتړ کاوه خو کله چې امریکایان افغانستان ته دننه کړه نو ورسره سمدلاسه  يې د طالب له لوري پرې جګړه پیل کړه او هغه لاهم تراوسه روانه ده.

پاکستان په خپل اعتراف کې  ویلي چې اوس له امریکا سره یوازي د افغان سولې په برخه کې مرسته کوي او د بلې جګړې لپاره به د امریکا ملاتړ ونکړي د امریکا په تیر برید کې چې په ۲۰۰۱ کال وروستیو کې ترسره سو لومړی پاکستان امریکا ته پوځي مرکزونه ورکړل او له هغه وروسته امریکایانو د طالبانو رژیم نسکور کړ.

د پاکستان اعتراف کې ویل سوي دوی د سولې په برخه کې د امریکا ملاتړ کوي ولې د بلې جګړې لپاره به ورته اډې ورنکړي د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د دې تریخ اعتراف په څرګندولو سره تازه څرګندونې کړې او ویلي يې دي چې امریکا ته له دې وروسته نظامي اډې نه ورکوي او له امریکا سره به په بله هیڅ جګړه کې مرسته ونکړي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي وویل چې دوی په افغانستان کې د جګړې د ختم په لټه کې او د سولې له روان بهیر سره به مرسته وکړي.

ده له طالبانو وغوښتل چې د سولې له وروستي فرصته ګټه واخلي هېواد ته سوله راولې او ځان په نړۍ باندې په رسمیت وپيژني.

پاکستان به په هرڅه اعتراف وکړي

لکه چې پاکستان امریکا ته په ځای ورکولو او د طالبانو د رژیم نسکورولو خبره مني نو یوه ورځ به حتمي د طالبانو په حق کې هم ووايي چې نور موږ طالبانو ته ځای نه ورکوو، پآکستان د پیدایښته تر دې دمه د شر لټولو په هڅه کې دی او په دې اعلان سره غواړي د امریکا  پام ځان ته واړوي او یو ځل بیا د ترهه ګرۍ د مبارزې په نوم ترې پیسې ووهي

Comments are closed.