The news is by your side.

تاره: د جګړې امکان امریکا پر ایراني کښتیو ډزې کړې دي

خبریال ویب پاڼه/ له ډیره وخته هره ورځ دا امکان وي چې د ایران او امریکا ترمنځ داسې څه پیښ سي چې  هغه ډیر خطرناکه وي په یوه نوې خبر  کې ویل سوي چې امریکايي بیړیو پر ایراني بیړیو ډزې  کړې دي.

د جګړې کولو امکان خو به نه وي؟

که څه هم دواړه هېوادونه یو بل ته په مورچل کې ناست دي خو تراوسه داسې ونه سولو چې په خپل منځ کې سره یو له بل سره جګړه وکړي.

د نویو مالوماتو پر اساس د امریکا سمندري ځواکونو پر ایراني بړیو د خبرداري ډزې کړې او ښايي دا يې وروستی خبرداری وو، ځکه له دې وروسته به حتمي جګړه رامنځ ته کیدله.

امریکا وروسته له هغه د ډزو دا اقدام کړی چې د ایران د سپاه پاسدان نظامي کېښتۍ امریکايي نظامي بیړیو ته نژدې سوې وې او د دې لپاره چې خبرداری ورکړی ډزې يې  پرې کړې دي .

په وړاندې سوی مالوماتو کې راځي چې کله هم  ایراني کېښتۍ د امریکايي بیړیو حریم ته داخلې سوې نو امریکا ورباندې د خبرداري ۳۰ ډزې کړې او له هغه وروسته ایرانیانو دوه پښې څلور کړې او  له سیمې تښتیلې دي.

د امریکا سخت ګواښ

که څه هم ایران دا ځل اسانه خلاص سو او د بیا ځلې تکرار کوښښ شاید وسي خو امریکا د ایران له لوري د دا دول عمل په بدل کې د سخت ځواب خبره کړې د امریکا دفاع وزارت په یوه خبره کې ویلي دي که بیا ځلې ایراني کښتیو دغه ډول تیروتنه تکرار کړه نو له سخت غبرګون سره به مخ سي.

تراوسه پوري که څه هم ایران په دې اړه څه نه دي ویلي خو امریکا ویلي داسې مالومیږي چې د ایراني سرتیرو کښېتیو په قصدي ډول د دوی پر لور مزل کاوه چې مخ نیوی يې سوی.

د ایران او امریکا اړیکې؟

ایران او امریکا له کلونو کلونو راهیسې یو له بل سره خورا ترخې اړیکي تجربه کړې تر بایډڼ وړاندې د ډونالډ ټرمپ په دوره کې دې دواړو هېوادونو خپل کړکیچ تر نظامي ځواک کارونې ورساوه خو بیرته یو له بل څخه په شا سول که څه هم بایډن ته تمه وه چې له ایران سره به اړکي عادي کړي خو د دوی ترمنځ اوس هم اړیکې خرابې دي

Comments are closed.

koi finance