The news is by your side.

د طالبانو خپل منځي ‌جګړه کې ۲۳ کسانو ته مرګ ژوبله!

خبریال وېبپاڼهجګړه اوس پای ته رسېدلې ده؛ د ملا قیوم روحاني‌ په مشريد ملا هیبت الله ډلې طالبان د هرات د اردسکن ولسوالي‌نه وتلي‌دي؛ هغه د سرې قطعې طالبان چې له هلمند نه هرات ته وربلل شوي‌ وو بېرته هلمند ته لېږل شوي‌ دي.‌

د کوټې شورا سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې جګړه د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالي کې ماذدیګر مهال ونښته او د ملا هیبت الله له لوريد هرات د ټاکل شويوالي ملا قیوم روحاني‌ په امر د هلمند د سرې قطعې او هرات د طالبانو له لوري د ملا محمد رسول پر طالبانو په ادرسکن ولسواليکې برید وشو.‌

سرچینه وايي چې ملا منان نیازی او د هغه (۵) نور ملګري‌ ټپیان شوي‌ دي او ۴ تنه نور یې وژل شوي‌ دي.‌

د خبریال وېبپاڼې سرچینې وايي چې د ملا هیبت الله ډلې ۸ کسان وژل شوي‌او (۵) نور یې ټپیان دي.‌

بل لورته په کوټه کې پاکستاني‌استخبارات د دواړو ډلو له استازو سره په اړیکه کې شويدي.‌ پاکستان هڅه کوي چې دم ګړی دواړه ډلي‌له یو بل سره جګړه ونه کړي.‌

د ملا هیبت الله په مشري‌ د طالبانو ډله تور لګوي‌ چې له دوی بېله شوې ډله چې مشري‌یې په پاکستان کې زنداني ملا محمد رسول کوي له افغان استخباراتو سره لاس لري؛ خو د ملا محمد رسول ډله دا تورونه ردوي او وايي‌ چې ددوی اختلاف د جګړې پر سر دی او باید په افغانستان کې اوسنۍ جګړه بنده شي.‌

د طالبانو د ملا محمد رسول ډلې مشر په پاکستان کې زنداني دی خو د همدغې ډلي نور مشران بیا د نورو طالبانو په څېر په پاکستان کې آزاد تګ راتګ کوي.‌

کوئټه چې د طالبانو مرکز بلل کېږي‌ د ملا محمد رسول او ملا هیبت الله طالب قوماندانان یوځای پکې ګرزي خو له یوبل سره جګړه په افغانستان کې کوي‌.‌

دا لمړی ځل نه دی چې د ملا هیبت الله د طالبانو له لوري‌د ملا محمد رسول پر طالبانو برید شوی بلکه په تېر کې هم ورته بریدونه تکرار شوي‌دي؛ خو دا ځل په دغه برید کې ملا منان نیازی تپي شوی چې ژبور سړی دی او اوس د ملا محمد رسول د زنداني کېدو په صورت کې د بیلي شوې طالب ډلي مشريورترغاړې ده.

     

Comments are closed.