The news is by your side.

د افغانستان په اړه مهم لیک د امریکا کانګرس ته رسیدلی

خبریالا ویب پاڼه/ په دې وروستیو کې د افغانستان د موضوع په هکله خورا ډیر لیکونه استول کیږي اوس تازه بیا یو لیک د افغانستان د خرابیدونکې حالت په هکله د امریکا مانګرس ته استول سوی.

دا لیک د افغانستان ولسي جرګې، بشري حقونو مدني ټولنو غړو، او د امریکا افغانستان د سولې ثبات ډیموکراټیکي شورا له لوري د امریکا کانګرس ته استولی سوی او د افغانستان د راتلوونکي خرابیدونکې وضعیت په هکله پکښې اندېښنه ښودل سوې ده.

دې نهادونو له امریکا غوښتي چې افغانستان کې باید د خرابیدونکې امنیتي وضعیت په هکله کوم جدي  اقدام وکړي ترڅو په راتلوونکې چې کومې اندېښنې هغه حل سي.

دوی  په خپل لیک کې چې د امریکا کانګرس ته یې استولی ویلي دي که چیري پر یو شمېر موضشوعاتو باندې  پام وسي نو په افغانستان کې د ۲۰ کلونو لاس ته ر اوړنې خوندي کیږي او په دې هېواد کې به د یوې بلې کورنۍ جګړې مخنیوی سوی وي.

په دې لیک کې مهم او لاندې موارد په ګوته سوي چې باید امریکا ورته پاملرنه وکړي چې هغه له افغان ځواکونو مالي ملاتړ د نجونو ښځو او لږکیو حقونو څخه دفاع د افغان هوايي ځواکونو سره سمه او اوږد مهاله مرسته او پر طالبانو باندې فشار دی د سولې کولو لپاره غاړه کښېږدي

تراوسه پوري د امریکا کانګرس او بل کوم رسمي نهاد د دې لیک په اړه څه نه دي ویل سوي خو ښايي د دې لیک ځینې موارد وړاندې لاهم په ګوته سوي وي خو اندېښنې دادي  چې داسې نه دا هرڅه په اوبو لاهو سي او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان ستونزې زیاتي سي.

د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسه پای ته رسیږي خو امریکا په خپلو ژمنو کې ویلي چې افغانستان به یوازي نه پریږدي او خپلې مرستې به له دې هېواد سره جاري ساتي.

امنیتي وضعیت

د تیري روژې  میاشتي کې د تاوتریخوالي پیښي خورا زیاتي سوې او د طالبانو له لوري د بریدونو په پآیله کې په دې مبارکه میاشت کې سلګونه افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته چې ورسره پر مهال یو شمېر اندېښنې هم  پیدا سوې

Comments are closed.