ولسمشر: طالب باید یو انتخاب وکړي/ زموږ شرط ټاکنې دي
خبریال ویب پاڼه/ افغان ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم وړاندې داسې ویل کیدل چې موقت حکومت ته یې غاړه يې ایښې خو نن يې یوځل بیا پر ټاکنو او د جمهوري نظام پر دوام ټینګار وکړ.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ملت ته د اختر مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه چې طالبان باید یو انتخاب وکړي ځکه زموږ انتخاب دا دی چې د هېواد د ستونزو حل لار یوازي سیاسي جوړجاړی دی او جګړه ستونزه نسي اوارولی
د جمهوري نظام ښهوالی دا دی چې هر جمهور رئیس تلونکی دی. زموږ شرط انتخابات دي، هر څومره ژر یې چې کوئ، زه او زما همکاران ټول چمتو یوو چې ټاکنو کې ونه درېږو او د ملت ارادې ته غوږ ونیسو.
ولسمشر د طالبانو جګړې کولو ته به اشارې وویل چې جګړه حل لاره نه بلکې د افغانستان موضوع باید له سیاسي جوړجاړي حل سي او د پاکستان لوی درستیز ویلي وو، چې افغانستان کې امارت د دوی په ګټه هم نه دی.
نوموړي زیاته کړه وروسته له دې به زموږ د امنیتي او سیمه ییزو مناسباتو پرېکړې د ملي ګټو په اساس کېږي. ما تل ویلي چې موږ نه دایمي دښمن او نه هم دایمي ملګري لرو، ځکه یوازې زموږ ملي ګټې دایمي دي.
ولسمشر د نړیوالې ټولنې پر بیا مرستې او دایمي ملاتړ ټینګار وکړ او زیاته يې ړکه چې له دې وروسته به ټولې پریکړې همدا افغان دولت کوي او بهرني همکاري او مرستې به سمې تنظمیږي.
ولسمشر غني پر داسې مهال بیا د ټاکنو یادونه کوي چې د سیمې هېوادونه په دې هڅه کې دي ترڅو طالبان د ترکیې غونډې په ګډون کولو راضي کړي.
که څه هم د پاکستان د لوی درستیز د سفر په هکله څه نه دي ویل سوي خو ولسمشر وویل چې د پاکستان لوی درستیز ورته وویل چې د امارت شتون او راتک د پاکستان په ګټه هم نه دی یعني داسې مالومیږي چې پاکستان به له امارته مخ واړوي.
په دې وروستیو کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه افغانستان ته په سفر کې له افغان ولسمشر او نورو دولتي چارواکو سره لیدنې درلودې او د افغانستان د سولې جګړې او طالبانو په هکله يې ورسره مهمې خبرې کړې دي
Comments are closed.