The news is by your side.

پاکستان طالبان له لاسه ورکوي، د امریکانو وتلو وروسته سخت انتخابونه

خبریال ویب پاڼه/ایرو ایشیا یوه لویه مقاله کې ویلي چې د ټولو بهرنیو ځواکونو وروسته به افغانستان کې یو تحول رامنځ ته او کیږي او په تحلیل يې هغه به حتمي د پاکستان په زیان وي.

دا سرچینه کاږي د امریکايي او بهرنیو سرتیرو وتلو وروسته پاکستان له سختو انتخابونو سره مخ دی چې باید څه وکړي او کومه لاره و ټاکي.

د دې مقالې له مخې د افغانستان په مسله کې پاکستان له روله خالي نه دی ولې او يې د پاکستان پر دریځ دافغانستان پر روان وضعیت او له دې هېواده د ټولو بهرنیو ځواکونو پر وتلو باندې بحث کړی.

ایشیا ویلي که چیري امریکایان له افغانستانه وزي نو لیري نه ده چې طالبان به له افغان دولت سره یوځای کیږي او دا چاره به د دې سبب کیږي چې پر طالبانو به د پاکستان نفوس کمیږي او زیاتوي دا کار ځکه امکان لري چې د طالبانو په مشرتابه کې ځوانان ځا پرځای سوي دي او له پاکستانه سره هومره ښې اړیکي نلري چې دا چاره د پاکستان لپاره خنډ کیدلای سي.

په ورته وخت په قبایلي سیمو کې جوړسویو ډلو ته په کتنې سره ویل سوي چې پاکستان په قبایلې سیمو کې جوړو سویو ډلو هم وارخطا کړی ځکه د طالبان له دولت سره تر یوځای کیدلو وروسته ښايي دا غورځنګونه نور هم قوي او د پاکستان لپاره لوی ګواښ سي.

تراوسه پوري په پاکستان کې ملتپاله غورځنګونو د پاکستاني ریاست د ظلمونو په وړاندي خپلو ږغونه اوچت کړی او د هغوی د ظلمونو مخه يې نیولې تراوسه پوري لاهم پاکستان د خپل رول په لټه کې دی او غواړي له هرې ممکنه لارې غواړي چې پر طالبانو  د فشار ساتلو لپاره له بیلابیلو تاکتکونو کار واخلي خو ښايي چې اوس پر طالبانو هم پاکستان هغومره تاثیرات ونلري لکه مخې چې يې درلودو خو په دې لټه کې دی چې  څنګه وکړای سي د افغانستان په مسله کې فعاله پاتي سي.

د افغان سولې خبرې

تراوسه په سیمه ییزه کچه داسې پلان روان دی ترڅو  طالبان راضي کړل سي چې د افغانستان په راتلوونکې کې ونډه واخلي او د دولت یوه برخه خو تراوسه پوري لاهم د دوی دا هڅه نه ده بریالۍ سوې

Comments are closed.