The news is by your side.

د بریدونو او تاوتریخوالي زیاتولو خبرداری

خبریال ویب پاڼه/ امریکا یو ځل بیا وویل چې تاوتریخوالی به نور هم زیات سي تراوسه پوري له روژې میاشتي را په خوا سلګونه عام خلک په امنیتي پیښو کې وژل سوي.

د امریکا سفارت په خپل نوي بیان کې افغانستان کې میشتو وګړو ته خبرداری ورکړی چې ښايي احتمالا دې هېواد کې تاوتریخوالی نور هم زیات سي.

سفارت ویلي چې له اختره وروسته به د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې ترهه ګریزې پیښي زیاتي او تاوتریخووالی ډیر سي ځکه نو له همدې امله یې افغانستان کې میشت وګړي باید د دوی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

دوی که څه د تاوتریخوالی زیاتوالی معمول بللی او ویلي يې دي چې له اختره هر وخت وروسته افغانستان کې تاوتریخوالی زیاتیږي خو دا د خبرتیا وو، په ډول کې یو نوې بڼه ده او ښايي چې ښکاره پيغامونه ولري.

که څه هم طالبانو د اختر ورځو کې درې ورځې اوربند وکړ خو داسې احتمال نه لیددل کیږي چې دوی دي دا اوربند وغځوي ځکه ویلي یې دي چې دوی په داسې  مرحله کې نه دي چې اوربند وکړي او په دې هېواد کې لاهم جګړه روانه ده.

د اختر درې ورځې  که څه هم اوربند وو خو بیاهم د کابل په ګډون د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې ملکي  افغانانو ته په امنیتي پیښو کې تلفات وا وښتل تراوسه پوري د دې پیښو په هکله طالبانو څه نه دي  ویلي چې ولې او په وربند کې جګړې رامنځ ته سوې.

تمه ده چې راتلوونکې کې د افغان سولې اړوند د ترکیې کنفرانس جوړ سي چې سرچینو ویلي طالبان هم په دې راضي سوي ترڅو په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغان سولې لپآره دا کنفرانس مهم بلل سوی او په دې کنفرانس کې به وروستۍ پریکړه وسي چې د افغان سولې په هکله به په راتلوونکې کې کوم اقدامات ترسره کیږي.

طالبان او دولت لاهم یو بل ته په مورچل کې ناست دي او د تیري روژې میاتشي په اوږدو کې تر بلې  هرې میاشتي زیات تلفات ملکي افغانانو ته واوښتل که هم  دولت او عامو  خلکو له طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي خو طالبانو په روژه میاشت کې هم پر جګړه کولو ټینګار وکړ.

Comments are closed.