The news is by your side.

امریکايي سناتورانو د افغانستان په هکله تازه پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ له افغانستانه د امریکايي او بهرنیو سرتیرو وتلو لړۍ په عادي ډول سره پیل سوې او تر راتلوونکي سپټمبر میاشتي پوري به بشپړه سي خو افغانستان کې لاهم جګړې زور اخیستی.

پره همدې مهال امریکايي سناتورانو چې وړاندې يې له افغانستانه د امریکايي سرتیرو وتلو  مخالفت کاوه اوس  د دې بدیل لټولی او ویلي يې دي که امریکا خپل پوځیان له هېواده باسي باید نو د افغان حکومت غوښتنې واوري.

تر وړاندې  هم ویل سوي وو، چې لومړی خو باید امریکا له هېواده ونه وزي او که چیري بیا هغه له هېواده وزي نو باید د افغان ځواکونو د تجهیز په برخه کې کوښښ وکړي په ورته وخت امریکا ویلي چې که دوی له افغانستانه وهم وزي نو له افغان دولت سره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

امریکايي سناتور مایکل مک کال ویلي په تیره شل کلنه جګړه کې د امریکا متحد هېواد او دامریکا مسؤأیت چې له دې وروسته د دې هېواد غوښتنې وا وري او اړتیاوي يې ورته پوره کړي.

دې سناتور په خپلو خبرو کې ویلي چې په نژدې راتلوونکې کې به د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امریکا ته سفر وکړي چې د دې سفر په لړ کې به سنا ته هم راسي او  دوی به ترې پوښتنې وکړي.

امریکايي سناتورانو  پرداسې مهال د امریکا د ملاتړ خبره کړې چې تازه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم جګړې روانې دي او خلک يې په اندېښنه کې اچولي.

دې سناتورانو ویلي چې امریکا باید د افغان جګړې د ختمولو لپاره جدي ګامونه واخلي او د دې جګړې د پای ته رسولو لپاره هر رقم هلې ځلې وکړي.

هغوی وویل چې تر ټولو مهمه خبره د افغان پوځ پر پیاوړتیا ټینګار دی چې باید افغان پوځ تجهیز او اکمال سي ترڅو وکړای سي په راتلوونکې کې د خپل هېواد امنتیت وساتي.

دې امریکايي سناتورانو وویل چې ولسمشر غني هم امریکا ته ځي خو نور څه يې ونه ویل چې  غني به په دې سفر کې کومه موخه ولري او څه به وکړي خو دا ډیر مهم دي چې هغه به په سنا کې د امریکايي سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووايي او د اړتیا وو خبرې به ورسره وکړي

Comments are closed.