ښه خبر: له چين سره نښلونکي لويي لارې کار په چټکۍ روان دی
خبريال ويب پاڼه/ په دې وروستيو کې د افغانستان ټولګټو وزارت له لوري د لويو لارو جوړولو ته ډيره پاملرنه سوې او دې وزارت ويلي هم دي چې لومړيتوب يې د لارو جوړول او ترانسپورتي اسانتياوې رامنځته ته کول دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت د خبر له مخې له چين سره د نښلونکي لارې رغنيزي چارې په چټکۍ روانې او پذمختګ يې کړی دی.
دا سړک چې اوس یې دجغل اچولو چارې روانې ډي ۴۹,۷ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د بدخشان له پامير بزهای ګنبد خورد سیمې څخه پيل او د واخان ولسوالۍ ترپايه پوري چې نژدې د چين سرحد ته رسیدونکی دی رسيږي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې دا پروژه مهمه او چارې يې خورا په چټکۍ روان دي چې تراوسه ۱۵ سلنه بشپړې سوې دي.
یاد سړک چې د افغانستان دولت له راتلونکي پلان سره سم د واخان کوريډور برخه جوړوي پر مټ به يې افغانستان د سیمه ییز نښلون اقتصاد محوره سیاست ته څو ګامه نور هم ورنږدې کړي.
واخان د بدخشان یوه غرنۍ ولسوالي ده چې وړاندې تر دې پکې پر یاد لوري د موټرو د تګ راتګ لپاره لار نه وه خو ټولګټو وزارت اوس مهال پکې جغلي لار جوړوي تر څو له چین هېواد سره د نښلېدونکي اسفالټي سړک لپاره بنسټ سي.
د ياه وزارت د مالوماتو لپ مخې ه اوس لپاره د جغل اندازي په اندازه دا سړک رغول کيږي چې لګښت وی ۳۶۹ ميليونه افغانيو ته رسيږي او د افغانستان دولت له لوري ورکول کېږي، هغوی وايي دا چې ډ واخان ولسوالۍ سړه هوا لري له همدې کبله يې ځينو سیمو کې کار روان او ځينو کې به د زمينې مساعدولو وروسته کار پيل سي
تراوسه پوري د واخان لارې د ارزښت او مهموالي په هکله که څه هم څه نه دي ويل سوي خو داسې ښکاري چې دا لاره د هیواد لپاره خورا مهمه او راتلوونکي کې به یوه بندري لاره و اوسي چې له اقتصادي پلوه د هېواد په کورنيو عايداتو کې ښه رول ولوبوي.
په دې وروستيو کې داسې هڅې هم سوې چې پاکستان د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونو سره سوداګري پيل کړي چې ښايي دا لاره د دې چارې لپاره ښه او لنډه لاره و اوسي.
Comments are closed.