The news is by your side.

طالبان له اختره وروسته بیرته جګړه پیلوو

خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې طالبانو تیره ورځ د اختر درې ورځو لپاره اوربند اعلان کړ د افغان دولت په ګډون یو شمېر هېوادونو او نهادونو له دې ډلې وغوښتل چې له اختره وروسته دي هم دا اوربند اوږد کړي خو طالبانو نه ده منلې.

طالبانو په یوه تازه بیان کې ویلي چې د جګړې په ډګر کې دي او جګړې کولو ته به ادامه ورکوي دوی افغان دولت تورن کړ چې د زړه له اخلاصه د سولې خبرو کې برخه نه اخلي.

د طالبانو له وړاندې سویو مالوماتو داسې ښکاري چې دوی داسې مرحلې ته نه دي رسیدلي چې اوربند اوږد کړي  هغوی ویلي که څه هم دوی جګړه نه غواړي خو لاهم جګړه کې دي او د اوربند د اوږدولو وخت نه دی.

تیره ورځ افغان دولت له طالبانو وغوښتل چې درې ورځنی اوربند نسي کولای چې جګړه ختمه او د افغانانو غوښتنې ته ځواب ووايي باید دا ډله اوربند اوږد کړي او د سولې کولو لپاره کار وکړي، خو طالبانو نن د دوی دې غوښتنې ته د جګړې کولو پر دوام ځواب ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې د روژې میاشت د عامو افغانانو او افغانستان لپاره خورا خونړۍ وه او په دې میاشت کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله تر بل هر وت زیاته وه.

طالبان پر داسې مهال له اختره وروسته بیا د جګړې کولو خبرداری ورکوي چې زیاتو خلکو هیله درلوده چې  دا اوربند به دوامداره او د سولې باقي اقداماتو ته لاره هواره کړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو او  دولت ترمنځ د درې ورځني اوربند په رامنځ ته کولو هرکلی کړی او زیاته کړې يې ده چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی خورا زیات سوی چې افغان ولس يې بیه پرې کوي خلیلزاد ویلي چې  افغانان له دې زیات حق لري او باید سیاسي جوړجاړی رامنځ ته سي او د جګړې ښکېل لوري د سیاسي جوړجاړي  له لارې باید خپلو ځانونه ټاکلو موخو ته ورسوي.

تراوسه پوري د طالبانو له لوري د نوي اعلان په هکله افغان دولت څه نه دي ویلي خو هغوی لا له وړاندې له طالبانو د  دایمي اوربند کولو غوښتنه کړې وه

Comments are closed.