The news is by your side.

صالح اوس هم پر پاکستان شک لري

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان ته د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په یو نا اعلان سوي سفر تیره ورځ کابل ته راغلی او دلته یې د افغان ولسمشر د ملي روغې  جوړې شورا رییس او د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون له نورو چارواکو سره لیدلي.

امرالله صالح له هغه وروسته چې له باجوه سره ووینې د پاکستان په هکله او د هغوی د رول په هکله پر ټویټر یوه پیغام کې ویلي چې پآکستان اید متقابل اقدام مات ترسره کړي یعني څه چې افغانستان ورسره کوي باید پاکستان يې هم وکړي.

په ورته وخت کې جنرال باجوه بیا ویلي چې د افغانانو په مشري د سولې پروسې ملاتړ کوي او ورسره همکاره دي هغه ویلي چې په افغانسستان کې امن ثبات د سیمې او پاکستان په ګټه دی.

داچې باجوه افغانستان ته سفر کړی تراوسه پوري يې  د سفر پوره جزیات نه دي خپاره سوي له جنرال قمر باجوه سره د بریتانیا لوی درستیز هم ملګری وو، دا چې دا سفر څومره مهم او پر څه بحثونه سوي وروسته مالومه سي خو د باجوه د سفر په هکله تراوسه بیلابیل نظریات موجود دي.

امرالله صالح لاهم پر پاکستان شک لري

که څه باجوه به افغان ولسمشر همدارنګه نورو چارواکو او امرالله صالح ته د سولې پروسه او نورو برخو کې ډیري ژمنې ورکړې وي خو امراالله صالح چې تل یې د پاکستان پر وړاندې تود سنګر نیولی پاکستان سره پر اړیکو او د دوی د نویو ژمنو په هکله اوس هم شک لري ځکه يې له پاکستانه د متقابلو اقداماتو اړیکو غوښټتنه کړې.

ښايي افغانستان له دې وروسته پاکستان ته ټاکلی وخت ورکړي او هغه هدفونه چې دوی يې لري ورته په غوښتنو کې مطرح کړي وروسته له هغه به مالومه سي چې پاکستان له خپل پخواني سیاسست څخه څومره انحراف کړی؟

باجوه او د بریتانیا لوی درستیز پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي چې روانه روژه میاشت په افغانستان کې خورا خونړۍ تیره سوه چې د چاودنو موټر بم بریدونو او جګړو سلګونه افغانان شهیدان او ژوبل کړل خو بیا هم لاهم د جګړې د دوام خبره کیږي او له اختره وروسته به یوځ بیا د جګړې ښکېل لوری یو د بل په وړاندې د جګړې سنګرونه نیسي

Comments are closed.