په افغانستان کې د ترهه ګرۍ خطرناکې نښانې

خبریال ویب پاڼه/ تراوسه پوري د امریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو هیڅ مثبته پایله نه ده په ګوته سوې او غوښتل سوي چې باید په اوسني وخت کې د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی وسي.

د ډیپلماټ په نوم یوې خپرونې د افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې او د راتلوونکي په اړه يې د دې هېواد په هکله خطرناکې پایلې پکښي ذکر کړې دي.

د مقالې په یوه څنډه کې د افغانستان هغه وخت چې امریکايي او بهرني سرتیري به پکښي نه وي اشاره سوې او ویل سوي چې دا هېواد به له هغه وروسته د ویټنام  په سرنوشت اخته  سي.

سرچینه وايي د جنرال جوزف ډنفورډ په مشرۍ یوه ډله د افغانستان په اړه مطالعه کړې او ګواښ يې کړی چې د امریکايي ځواکونو له بې ځایه او بې وخته وتلو وروسته به افغانستان کې  یوځ بیا ترهه ګر ځالي وکړي را ژوندي به سي او لوی ګواښ به رامنځ ته کړي.

د دوی په وینا کله چې امریکا له ویټنام څخه ووته نو وروسته کمونستانو  د سولې تړون مات او د سایکون ښار په نیولو سره يې ډیر زیانونه واړول او زیات خلک له خپلو کورونو وتښتیدل.

امریکايي ځواکونه وزي؟

که څه هم امریکا له لومړیو ورځو وروسته بیا نه دي ویلي چې څومره سرتیري یې له افغانستان ایستلي خو ویلي یې دي چې دا پروسه روانه ده ولې په دې وروستیو کې د جرمني په ګډون یو شمېر هېوادونو له امریکا وغوښتل ژر او په دې حالاتو کې دي سرتیري له افغانستانه نه باسي.

له هغه وروسته داسې راپورونه هم خپارل سول چې  امریکا پریکړه کړې ترڅو د دوه اونیو لپاره د امریکايي ځواکونو د وتلو پروسه و دروي خو په دې هکله په رسمي ډول کوم څه خپاره نه سول تراوسه پوري د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي چې دا جګړې به ی یوازي د اختر په دریو ورځو کې دریږي او له هغه وروسته به یو ځل بیا د پوره چمتوالي سره دا جګړې بیا پیل کیږي تراوسه پوري هیڅ لوری د جګړې د کمولو او سولې ته ترجیع ورکولو برخه کې کوم څه نه دي کړي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More