له درې ورځني اوربند وروسته باید څه وسي زلمي خلیلزاد وايي
خبریال ویب پآڼه/ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د طالبانو او دولت له لوري د درې ورځني ډز بند اوربند د هرکلي ترڅڼګ تاوتریخوالی خطرناکه بللی
زلمي خلیلزاد د روژي وروستیو په اشارې ویلي چې تاوتریخوالی خورا وحشناکه او ډیر زیات وو، چې زیان یې یوازي ملکیانو ته رسیده ځکه نو ورته زړه بوږنوونکی هم ویلای سو.
خلیلزاد له درې ورځنۍ اوربند څخه د هرکلي په څرګندولو سره غوښتي چې افغانان دایمي اوربند ته اړتیا لري او دوی باید په دایمي اوربند کولو سره عام افغانان هو سا او هیلې يې ورته پوره کړي.
ده یوځل بیا ټینګار وکړ چې دافغانستان مسله نظامي حل نلري او ښکېلې خواوي دي پر دې کوښښ وکړي ترڅو د خبرو او سیاست له لارې مخې ته ولاړې سي او خپلې غوښتنې واوروي.
تراوسه پوري د دې درې ورځني اوربند هرکلی له هغه څه سره سوی چې باید ښکېلي خواوې د افغانستان د خلکو دایمي اوربند په نظر کې ونیسي او د دایمي اوربند پر لور ولاړ سي.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت هم د دې درې ورځني اوربند په هکله خوشبیني څرګنده کړې په دې لړ کې تازه امریکا هم غبرګون ښوولی دی او دا یې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره ګټور ګام بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.
نوموړي ویلي طالبانو او د افغان حکومت مشرانو ته په کار ده چې د اوربند د دوام لپاره هڅه وکړي او همدا راز د سولې په دې روان بهیر کې جدي اقدامات ترسره کړي څو دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.
هغه همدا راز زیاته کړې، چې طالب او حکومتي مشران باید د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او د جګړې په ختمولو دې دوی ته له تاوتریخوالي او ترهګریزو پېښو لرې د ژوند زمینه برابره کړي.
دوی ویلي چې تر اختر وروسته دې هم اوربند وي او ښکېل اړخونه دې په یو بل تعرضي عملیات نه کوي، څو سولې ته د رسېدو بندې دروازې پرانیستل شي.
Comments are closed.