The news is by your side.

پکتیا ولایت مقام: امنیتي ځواکونو ۱۱ خوارج وژلي

خبریال وېبپاڼه/ د پکتیا ولایت مقام وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې ۱۴ وسله والو طالبانو ته، چې دوی خوارج بللي، مرګ ژوبله اړولې ده.

د یاد ولایت د رسنیز دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملیاتو کې ۱۱ تنه طالبان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.

خبرپاڼه کې راغلي: (( په بېلا بېلو پېښو کې د خوارجو د لایزري وسلې مسوول او هغه بندې چې په ۵۰۰۰ کسانو کې خوشي شوی وو، په ګډون ۱۴ خوارجو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.))

د سرچینې په وینا، په وژل شویو کسانو کې د فاتح ګروپ اړوند میوند د لایزري وسلې مسول او امان الله د معلم مدد زوی چې د پنځه زره بندیانو په ډله کې را خوشې شوی و، هم وژل شوی.

دوی وايي، چې نور وژل شوي طالبان د زرمت د کاکړي، کولېخېل او استوګنې د کلي اوسېدونکي ول.

خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې د یو بل خبر له مخې د زرمت ولسوالۍ د شملزیو د بدرالدین په بازار کې طالبانو، چې دوی خوارج بللي، غوښتل د ګازو ډبې څخه کم بور توغندی جوړ کړي چې د انفجار په نتیجه کې درې ته وژل شوي او درې نور مرګوني ټپیان دي.

سرچینه همدا راز وايي، د سیدکرم ولسوالۍ اړوند د ناریخېل جومات کې درې تنه طالبان چې د کامران او ملا سمر د ګروپ ول د خپل ماین ښکار او ووژل شول.

پکتیا ولایت مقام دغه راز ویلي چې د نېکنام اړوند د ولسي پاڅونوالو په پوسته کې د شپې له لورې د ګاز د ډبې د چاودنې په نتیجه کې پوستې اور اخېستی او مالي او ځاني تلفات هم لري او په خبره یې، د پېښې د لا روښانتیا لپاره تحقیقاتې ټیم سیمې ته لېږل شوي، ترڅو قضیه له نږدې و څېړي.

دا لومړی ځل دی چې له یوه حکومتي ادرسه وسله والو طالبانو ته د خوارجو نوم کارول کېږي. تر دې وړاندې حکومتي سرچینو د ترهګرو او وسله والو مخالفینو په نوم نومول.

د مالوماتو له مخې، خوارج هغه افراطي ډله ده چې د دین په سم تفسیر نه پوهېږي او د خپلو غیراسلامي کړنو د جواز لپاره د درواغو احادیث وايي.

Comments are closed.