The news is by your side.

افغانستان کې د اوربند په اړه د امریکا غبرګون

خبریال وېبپاڼه / وروسته له هغه چې طالبانو او ورپسې افغان حکومت د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ، د ګڼو نړۍوالو او کورنیو بنسټونو له غبرګونو سره مخ شو.
په دې لړ کې تازه امریکا هم غبرګون ښوولی دی او دا یې دایمي سولې ته د رسېدو لپاره ګټور ګام بللی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د اختر په ورځو کې د اعلان شوي اوربند هرکلی کوي.
نوموړي ویلي طالبانو او د افغان حکومت مشرانو ته په کار ده چې د اوربند د دوام لپاره هڅه وکړي او همدا راز د سولې په دې روان بهیر کې جدي اقدامات ترسره کړي څو دلته روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.
هغه همدا راز زیاته کړې، چې طالب او حکومتي مشران باید د ولس پر وړاندې خپل مسوولیت ترسره کړي او د جګړې په ختمولو دې دوی ته له تاوتریخوالي او ترهګریزو پېښو لرې د ژوند زمینه برابره کړي.
دوی ویلي چې تر اختر وروسته دې هم اوربند وي او ښکېل اړخونه دې په یو بل تعرضي عملیات نه کوي، څو سولې ته د رسېدو بندې دروازې پرانیستل شي.
امریکا که څه هم افغانستان کې د طالبانو او حکومت لخوا د اوربند هرکلی کړی دی، خو د شنونکو په باور د امریکا له لاسه طالب دومره خونړی شو چې حتی د روژې میاشت کې یې هم خپل وحشت پرېنښود.
د سیاسي چارو شنونکی هادي بیان په دې نظر دی چې امریکا طالب ته هم سیاسي موقف ورکړ او هم یې د بندیانو د خوشې کېدو له لارې دغې ډلې ته نظامي قوت ورکړ چې اوس په هېڅ صورت جګړه نه کموي.
نوموړی امریکا د افغانستان نامرد دوست بولي او وايي چې که دغه هېواد وغواړي په هر ډول طالبان سولې ته حاضرولی او اوربند دایمي کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او پسې افغان حکومت د کوچني اختر په دریو ورځو کې د اوربند اعلان وکړ چې د ګڼو نړۍوالو او کورنیو بنسټونو او عامو افغانانو له غبرګون سره مخ شو.
عام افغانان په دې نظر دي چې درې ورځنی اوربند باید دایمي شي، څو د سولې مزل ورسره لنډ شي.

Comments are closed.