The news is by your side.

پاکستان وار خطا دی که رښتینی سوی؟

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان پآکستان ته د جوړ نظام حس تراوسه نه دی کړی چې ورته خبل حدود وښيي او د خپل حقوقو او د دوی دناغیړیو پوښتنه وکړي ځکه دوی تل هڅه کړې چې د افغانستان ودان نظامونه ونړوي.

د دې دولت په راتګ سره که څه هم پاکستان ډیري هڅې وکړې چې په دې هېواد کې  جګړه او خپل راج وچلوي خو افغانستان اوس د نړۍ په کچه یو منل سوی او له ډیری هېوادونو دښو اړیکو درلودونکی هېواد دی له همدې امله پاکستان له اقتصادي، باوري امنیتي او نورو اړخونو کبله غواړي ځان سم او له افغانستان سره مرسته کوونکی وښيي.

د پاکستان ډار؟

پاکستان ښايي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته دا ډار لري چې دا هېواد به نور په خپلو کورنیو او بهرنیو پریکړو کې ډیر خپلواکه وي ځکه څو ځله افغان ولسمشر پاکستان و هم پوهاوه چې ځان دي له افغانستان سره دوستۍ ته سم کړي.

په دوستي او دښمني کې يې دوی ته انتخاب پریښی ځکه نو دا به یې هڅه وي چې په دوستي پسې ولاړسي ځکه اوس غواړي چې له افغانستان سره د اړیکو او راشه درشه کې نوی فصل پرانیزي او نوي فرمایشات که چيري ومنل سي افغانستان ته وړاندې کړي.

له بلې خوا هر وخت چې ویل کیږي افغانستان د اسیا څلور لاری دی هم بده خبره نه ده پاکستان له مرکزي اسیا سره چې ډیر لوی هېوادونه او اړتیا وي رلري  غواړي د افغانستان له دروازو ځآن ته ګټه ورسوي ځکه نو په هره پریکړه کې غواړي  په احطیات قدمونه واخلي.

پاکستان رښتینی دی؟

که څه هم د پاکستاني چارواکوو مسلسل سفرونه افغانستان ته همدا ټولې خبرې په ګوته کوي  نو لیري هم نه ده چې پاکستان به خپلې نوې پالیسۍ او لوبې پر لاره اچوي او غواړي به چې افغانستان سره د دوستۍ تمثل وکړي خواصل کې پر پآکستان باور کیدلای هم نسي او نه هم باید باور پرې وسي ځکه دې هېواد له تیرو څو لسیزو د افغان د ورانۍ او ویجاړئ زمه اخیستې ځکه هم زموږ ظرفیت به دومره نه وي چې د پاکستان په وړاندې ټول چمتوالي ولرو خو دومره کولای سو چې د ښکاره ګټو پر قطعه کولو له لارې پرې فشارونه راوړو.

پاکستان له کومو ستونزو سره مخ دی؟

له لوړ خراب اقتصادي وضعیت سره سره پاکستان دا مهال له سیاسي او امنیتي کړکیچونو سره هم مخ دی او د نړۍ په کچه په هغه لیستونو کې ځای لري چې یاهم ډیر قرضداره او بې باوره دی پاکستان اوس له هرې ممکنه لارې غواړي چې ځان تجات ورکړي، خو مهمه خبره داده چې پاکستان هڅه به داوي چې طالب او ولت دواړه خوشحاله وساتي او غواړي په کویټه او پیښور کې د طالبانو د مرکزونو په درلودلو سره افغان دولت سره د ښو اړیکو فصل ولري خو دوی هڅه کوي خو دا چې افغان دولت به په څومره کیفیت او  اهلیت د پاکستان مخه ونیسي.

پاکستان رښتینی دی که وارخطا دی؟

دواړه حالته کیدلای سي او یاهم نسي کیدلای پآکستان د تیرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوي چې ځان ته په لومړیتوب ورکولو سره غواړي ځان بسیا او بیا خپلو نورو موخو ته دوام ورکړي د اوس لپاره ویلای سو چې پاکستان وارخطا او د حالت بدلیدلو حالت کې د انتخاب په لټه کې دی.

د صادق خان اوباجوه راتګ او همدارنګه د دوی د ولسي جرګې رییس نا تکمیله سفر هغه ټاکنې دي چې موږ پرې دا تحلیل کولای سو

Comments are closed.