fbpx

د IPL بولي ختمه خو یو افغان لوبغاړی هم ونه پیرل شو

د (۲۰۱۹) کال IPL لیګ لپاره بولي نن د ډسمبر پر ۱۸ مه نېټه په هند کې د ماسپیښین وروسته پیل شوې وه چې ماښام ناوخته پورې دوام وکړ نیلامۍ لپاره هندی او بهرني لوبغاړي ټول (۳۴۶) لوبغاړي شارټ لېست شوي و چې له ډلې یوازې نن (۶۰) لوبغاړي په  نیلامۍ کي د ( 1,06,80,00,000) هندي کلدارو په مقابل کې لوبډلو واخیست او وپیرل شو  په یادو لوبغاړو کې (۴۰) هندي او (۲۰) بهرني لوبغاړي د لوبډلو له لورې راونیول شو.
 دولسم پړاو ( ای پي ایل) نیلامۍ لپاره اته افغان لوبغاړي هم وړاندې شوي و : محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، قیس احمد، شفیق الله شفق، کریم جنت ظاهر خان سیید شېرزاد او ګلبدین نایب چې یو لوبغاړی هم ونه پیرل شو.

د بولي د پیل وروسته ماښام ناوخته لومړنی افغان لوبغاړی ظاهر خان و چې په سکرین راښکاره شو او نیلامۍ ته په (۴۰) لکو هندي کلدارو وړاندې شو خو کومې لوبډلې ورته زړه ښه نکړ همدارنګه دویم افغان لوبغاړی حضرت الله ځاځی هم نیلامۍ ته وړاندې شو د ځاځي قیمت (۵۰) لکه هندي کلدارې ښودل شوی و خو کومې لوبډلې ورته زړه ښه نکړ دریم افغان لوبغاړی قیس احمد هم د (۲۰) لکو هندي  کلدارو په بدل کې نیلامۍ کې راښکاره شو خو یوې لوبډلې هم ورته زړه ښ نکړ.

 ای پی ایل نیلامۍ کې د پنځو نورو افغان لوبغاړو بخت هم کار ونکړ محمد شهزاد، کریم جنت، ګلبدین نایب، شفیق الله شفق او سیید شېرزاد هېڅ بولي ته وړاندې نه شول . د نیلامۍ وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د کرېکټ مبصرینو د کرېکټ متعبرو  ویپاڼو حتا د لیګ لوبډلو د افغان لوبغاړو په تړاو لا له وړاندې مثبت څه ویلې خوداسې ونه شول او هېڅ لامل یې معلوم نه شو چې ولې؟

د دې تر څنک د نړۍ نور بهترین لوبغاړي هم په لومړي پړاو کې ونه پیرل شو خو ځینې د ماښام وروسته په دوهم ځل هم نیلامۍ ته وړاندې شو چې په کمه بیه یې لار پیدا کړه خو یو افغان لوبغاړي هم په دویم پړاو کې( ای پي ایل)  لیګ ته لار پیدا نکړه

د نړۍ هغه بهترین لوبغاړي چې سږ کال( ای پي ایل) لیګ څخه پاتې شو:  په لوبغاړو کې برینډن مکالم، کوري انډرسن، کرېس وکس، شان مارش، ډیل سټین، کرېس جورډن، انجیلا میتیوس، الیکس هیلز، مورني  مورکل ادم زمپا، هاشم املا، عثمان خواجه، جیسن هولډر نمن اوجا،لوکي رونچي، منېش تیواري، راهول سېکندر رضا، هینډرېکس ، مشفیق الرحییم ، وینی کمار، کوشال پرېرا، پجارا دا او دې ته ورته نور مشهوره لوبغاړي هم ونه پلورل شو.

د لوبغاړو د پلور مراسم  تر ناوخته  پورې دوام وکړ خو افغان لوبغاړو ته کومې لوبډلې زړه ښه نه کړ د (۲۰۱۹) کال ای پي ایل  لپاره یوازې هماغه درې افغان لوبغاړي راشد خان او محمد نبي د سنرایزرز حیدر اباد او مجیب الرحمان به د کینګز الیون پنجاب لوبډلې سره د تړون له مخې ولوبېږي.