The news is by your side.

کورنیو چارو وزارت د استرالیا سفارت ته د امنیت د ټینګښت په تړاو ډاډ ورکړی

خبریال وېبپاڼه/ وسته له هغه چې استرالیا اعلان وکړ چې د امنیتي ګواښونو له امله به په افغانستان کې خپل سفارت د لنډې مودې لپاره وتړي، ورسره سم د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات په افغانستان کې د استرالیا سفیر پاول وُیچِخُسکي سره د خپل کار په دفتر کې کتلي دي. 

حیات په دې کتنه کې د امنیتي وضعیت په تړاو د استرالیا د سفارت ستونزې او اندېښنې اورېدلي دي او د امنیت د ټینګښت په تړاو یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړی دی.
هغه پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د سفارتونو، سیاسي نمایندګیو او بهرنیو دیپلوماټانو د امنیت خوندیتوب د کورنیو چارو وزارت کاري لومړیتوب دی او بهرني دیپلوماټان دې برخه کې اندېښنه نه کوي.
سرچینې زیاته کړې، چې دې کتنه کې دغه راز د استرالیا سفیر پاول وُیچِخُسکي د افغان ځواکونو وړتیاوې او لاسته راوړنې ستایلې او له کورنیو چارو وزارت یې مننه کړې چې د امنیت په تړاو یې د دوی اندېښنو ته ژر ځواب ووایه.
د استرالیا سفارت ته د کورنیو چارو وزارت لخوا د امنیت د ټینګښت په تړاو ډاډ ورکول په ټولنیزو رسنیو کې د ځینو سیاسي فعالانو له تاوده هرکلي سره مخ شوي دي.
یو شمېر سیاسي شنونکو لیکلي، چې افغانستان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په سختو شرایطو کې له بهرنیو هېوادونو سره دیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړې چې په هېڅ صورت باید پیکه نه کړل شي او د سیاسي نمایندګیو امنیت یې لا ډاډمن شي.
دوی ویلي چې که چېرته استرالیا کابل کې خپل سفارت وتړي، نو له افغانستان سره د دغه هېواد د ستراتیژیکو او اقتصادي همکاریو بهیر هم زیان ویني، ځکه خو یې د کورنیو چارو وزارت لخوا د یاد هېواد سفارت ته د امنیت د ټینګښت په تړاو د اطمینان ورکولو اقدام ستایلی، څو بېلابېلو برخو کې افغانستان سره د دغه هېواد د مرستو بهیر دوام او چټکتیا مومي.
استرالیا د بهرنیو چارو وزارت تازه د یوې اعلامیې په خپرولو اعلان کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له ایستلو سره هم‌مهاله دلته امنیتي ګواښونه زیات شوي او دوی به د مې په اته ویشتمه د لنډې مودې لپاره خپل سفارت وتړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې اعلامیې په خپرولو د استرالیا د دغې پرېکړې درناوی کړی، خو له دغه هېواده یې غوښتي چې پخپلې یادې پرېکړې بیا کتنه وکړي او خپل سفارت ونه تړي.
دا چې د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت به له خپلې یادې پرېکړې لاس په سر شي او که نه، خو د کورنیو چارو وزارت لخوا په دې اړه وروستی اقدام له سیاسي اړخه ګتور دی، ځکه افغانستان لا هم له هر اړخه د نړۍوالو ملاتړ ته اړتیا لري او د دغو همکاریو دوام ته باید زمینه پراخه شي.

Comments are closed.