The news is by your side.

د ترکیې  کنفرانس ته د طالبانو عجب او غریب شرطونه

خبریال ویب پاڼه/ تمه  وه چې د استانبول غونډه د جنوري میاشت کې جوړه سوې وای خو دا چې د طالبانو خواهشات لوی ول نو دا غونډه وځنډیده اوس په لومړي ځل طالبانو منلې چې په دې کنفرانس کې  به ګډون کوي.

د طالبانو شرطونه

طالبانو په دریو شرایطو وړاندې کولو سره د ترکیې راتلوونکي کنفرانس کې د ګډون تائید کړی دوی ویلي دا غونډه هم باید د نورو نړیوالو غونډو غوندي لنډه وي

شرایط یې دا دي چې په دې غونډه کې باید پریکړه ونه سي طالبانو ویلي د مهمو او کړکیچنو مسایلو په هکله باید په دې غونډه پریکړه ونه سي دا غونډه باید تر دریو ورځو زیاته نه وي او همدارنګه د طالبانو لوړ پوړي چارواکي به په دې غونډه کې ګډون نکوي

طالبانو په خپلو دې شرایطو سره وښودله چې د تر ټولو مهم کنفرانس یاهم په اجنډا او مهموالي نه پوهیږي او یاهم کوم چا فرمایش ورکړی ځکه په دې کنفرانس کې د نړیوالو مهمو او ښکېلو هېوادونو ټول استازي ګډون کوي چې خورا مهم دی.

د طالبانو مشرتابه ګډون نکوي

د طالبانو دې شرط ته په کتلو سره هرومرو د دوی مشران یا نظر بنده او یاهم کوم چا فرمایش ورکړی چې د ترکیې کنفرانس کې به ګډون نکوی

درې ورځنی شرط

د طلبانو له لوري د دې عجبه شرط په وړاندې کولو سره له لیري هر سړی پوهیږي چې دا ډله له یوې بلې لارې قدرت ته د رسیدلو هڅه کوي ځکه ورته دا غونډه مهمه نه ده او یوازي درې ورځې مصروفیت وروسته به بیرته خپلوټاکل سویو موخو ته دوام ورکړي.

پريکړي به نه کیږي

که څه له لومړي سره طالبانو ته هم د ترکیې کنفرانس مهم وو، خو اوس چې نورې کړۍ پکښي ولوبیدي او ګډې سوې طالبانو ته دا کنفرانس یوه ټوکه ښکاره سوه د امریکا او افغان دولت په خبره چې د ترکیې کفنرانس یو برخلیک ټاکوونکی کنفرانس دی خو طالبانو ویلی دلته به پریکړي نه کیږي.

د طالبانو د دې ټولو دلیلونو څخه ښکاري چې دوی غواړي د خبرو نه د یوې بلې لارې یاهم بل فرمایشه راسي او خپل حضور وړاندي کړې

د افغان سولې پر تړاو ښايي په پاکستان کې هم یوه غونډه جوړه سي خو د دې غونډې په  هکله پوره مالومات نسته خو داسې فکر کیږی چې طالبانو ته هغه غونډه مهمه او په زړه پوري وی ښايي.

 طالبان مستقل دي؟

تراوسه پوري داسې مالومیږي چې څه پاکستان او امریکا غواړي هغه به کیږي او تراوسه پوري مهم د طالبانو رضایت وو، او کله چې دا چاره ترسره سوه نو دا چې طالبان به په دې کنفران کې ګډون وکړي یانه دا د طالبانو کار نه دی پاکستان به ورته نظریه ورکوي او هغوی به پکښي ګډون کوي.

د ترکیې کنفرانس څه وخت دی؟

تمه وه چې دا کنفرانس د جنوري پر ۲۴مه نېته پیل او د می تر لومړي نېټه دوام وکړي خو بیا وځنډید اوس وروسته بیا له هغه وویل سول چې دا کنفرانسس به د اختر په لسمه نېته ترسره سي خو تراوسه پوري لاهم مالومه نه ده چې څه وخت به ترسره کیږي، د طالبانو د ګډون له اعلان وروسته بیا هم څرګنده نه ده چې د ترکیې کنفرانس څه وخت جوړیږي خو تمې سته چې په نژدې راتلوونکې کې به په رسمي ډول سره اعلان وسي  او د دې کنفرانس د جوړیدلو نېټه به په ډاګه سي

Comments are closed.