طالبان که چا امریکایانو ته ځای ورکړ په وړاندې به يې ودریږي، د پاکستان په وړاندې هم؟
خبریال ویب پاڼه/ وروسته له هغه چې داسې ګنګوسې خپرې سوې چې پاکستان یوځل بیا د پیسو په بدل کې امریکایانو ته پوځي اډې ورکوي طالبانو غبرکون ښودلی او ویلي يې دي چې په سیمه کې باید کوم ګاونډی امریکایانو ته اډې ورنکړي.
پاکستان په دې وروستیو کې په پټه غواړي چې د امریکايي ځواکونو د اډو خبره پټه کړي ویل کيږي چې د پاکستان تر ولکه لاندې سرحدي سیمو کې پاکستان امریکا ته د لویو اډو ځمکې ورکړې او له افغانستانه تر وتلو وروسته به هلته میشت وي.
امریکا ویلي له افغانستانه د سرتیرو تر وتلو وروسته هم افغانستان څاري او په دې هېواد کې به د ترهه ګرو په وړاندې خپلو مبارزو ته دوام ورکړي او دا یي هم یو شمېر امریکايي سرچینو ویلي چې پاکستان ورته د پوځي مرکزونو ځمکه ورکړې ده.
طالبانو ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دي امریکا ته د پاتي کیدلو فرصت نه ورکوي یعني نور دي په خپله خاوره کې ورته اډې نه ورکوي خو پاکستان دا چاره وکړه.
طالبانو ویلي هرچا که امریکایانو ته اډې ورکړې نو دوی به یې په وړاندې و دریږي ځکه په سیمه کې د نا امنۍ او جګړو اصلي لامل دوی همدا امریکایان او بهرني ځواکونه بولي.
امریکا کوښښ کوی چې افغانستان ته په ډيره نژدې سیمه کې قرار ولري چې تر پآکستان نژدې او ژمنه سیمه نسي پیدا کولای او هلته به له بریدونو هم بې غمه وي.
طالبان د پاکستان په وړاندې دریږي؟
پاکستان طالبان رامنځ ته کړي او د دوی د یوه پټ ځواک په توګه هر وخت استعمال سوي او لا يې هم دا چاره دوام لري پاکستان غواړي چې پر طالبانو د نظامي اهدافو په وهلو سره سره پر سر يې پیسې هم واخلي.
خو که امریکا ټولې لويي اډې په پاکستان کې جوړې هم کړي نو څوک به تر ګل ترخه ورته ونه وايي ځکه طالبان نسي کولای د پاکستان له امره سرغړونه او یاهم د دې هېواد په تاوان کار وکړي.
رښتیا پاکستان ځای ورکړی؟
پاکستان په پټه له امریکا سره ټول معملات خلاص کړي او د پیسو په بدل کې يې دا اډې ورته منظوري کړې چې وخت پروخت به یې الوتکې پر افغان خاوره بریددونه کوي خو د طالبانو په ګډون به ټول جهادیان چپ وي
Comments are closed.