The news is by your side.

طالبانو بدخشان کې ۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو شړلي

وسله والو طالبانو د ملکي خلکو د ځورونو په لړ کې دا ځل د امن ولایت بدخشان په یفتل پایان ولسوالي کې پر ملکي وګړو بریدونو کړي او سخت یې ځورولي دي.
د دغو بریدونو په پایله کې د یادې ولسوالۍ ۵۰۰ کورنۍ له خپلو سیمو شړل شوي او اوس تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوي او له سختو ستونزو سره مخ دي.
د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې یادې کورنۍ د طالبانو د بریدونو له امله بې ځایه کړل شوې دي او د مرستو رسولو بهیر ورته روان دی.
هغه زیاتوي، چې د یادې ولسوالي تر څنګ د بدخشان مرکز فیض اباد کې هم یو شمېر کورنۍ بې ځایه شوې دي چې اړینې مرستې ورته رسول شوې دي.
نوموړي ویلي، چې په یفتل پایان ولسوالي کې امنیتي او دفاعي ځواکونو له طالبانو سره په جګړه کې دي او هڅه کیږي، چې یاده ولسوالي د طالبانو له شتون پاکه شي او ملکي وګړي ډېر ژر بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ده په خبره، طالبانو د ملکي خلکو له کورنو سنګرونه جوړ کړي او له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ترې د مورچل په توګه اخلي .
تر اوس مهاله په بدخشان کې د طالب قومندان «عبدالرحمن عمار» په ګډون اته تنه وژل شوي او تر ۱۵ ډېر یې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په لغمان او د هېواد په جنګي سیمو کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه اندېښمن دی.
د لغمان د ځاي خلکو کمیسیون ویلي، چې په یاد ولایت کې د جګړې له امله ډیری ملکي وګړي بېځایه شوي او اړینو مرستو ته اړتیا لري.
یاد کمیسیون له طالبانو غوښتي چې په یاد ولایت کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي او د سولې خبرې دې چټکي شي.
دغه راز دوی ویلي، چې د جګړې پر مهال دې د بشري حقونو نړیوالو اصولو دې پام کې ونیول شي.
دوی زیاته کړې چې د طالبانو په بریدونو کې تر ټولو زیات تلفات ملکي ګړو ته اوړي چې دا مهال د هېواد په ګوټ ګوټ کې سختو ستونزو سره مخ دي.

Comments are closed.