The news is by your side.

د طالبانو له لوري پر هرڅه کې د اوربند د ټکي رد

خبریال ویب پاڼه/ طالبانو په دې دوه او څه زیاتو کلونو د سولې هڅو کې لاهم ټول تمرکز پر جګړه کولو کړی او تر اوسه يې د ملت په ګډون د هیچا د اوربند غوښتنې ته لبیک نه دی ویلی.

یو شمېر طالب چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې رسنیو ته ویلي چې د ترکیې غونډه کې کوي خو هغوی درې شرطه وړاندې کړل چې له هغه پوره کولو وروسته پکښي ګډون ته اماده دي.

بل پلوه د ترکیې غونډې وروسته چې څه نتیجه به وي له طالبانو پوښتل سوي چې  ایا اوربند کولو ته تیار دي دوی وویل تراوسه پوري طالبان اوربند ته چمتوالی نلري دوی وویل طالبان به اوربند اعلان نکړي او د بین الافغاني خبرو په پيل کې به هم د اوربند ټینګیدلو پریکړه ونکړي، له دې څخه مالومیږي چې طالبان پر خبرو باور نلري او کیدلای سي چې زړه ته یې لویدلي وي چې د زور له لارې کولای سي خپلو موخو ته ورسیږي.

طالبان خبرې او جګړه دواړه کوي

دا ډله پر دې باوري ده چې باید د افغانستان د شته نظام یا دولت ټوله یاهم تر نیمي زیاته برخه په لاس راوړلی سي ځکه نو د زیاتي ونډې په تکل دا مهال يې شدیدې جګړې ته مخه کړې او د ولایتونو او ولسوالیو په نیولو پسې دي خو په ورته مهال د خبرو لپاره هم چمتوالی ښيي.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد طالبانو ته په واضحه پیغام کې وویل چې خبرې او جګړه پر یوه وخت ناشونې ده هغه له طالبانو د جګړې دریدلو غوښتنه کړې وه.

دوه ورځې وړاندې د طالبانو د قطر دفتر یوه غړي امر خان متقي په خپلو څرګندونو کې دولت تورن کړی وو، د سولې له خبرو تیښته کوي او په دې برخه کې خنډونه اچوي خو اوس داسې مالومیږي چې اصل کې طالبان د سولې پر روانې پروسې باور نلري او غواړي چې یوازي يې و ازمايي ځکه نو یې له خبرو سره هممهاله د جګړو لړۍ خورا شدیده کړې او د شمېرو له مخې د افغانستان په نژدې سلو ولسوالیو کې نښتې او نا امنۍ رامنځ ته سوې دي چې خلک يې د سولې او خپل راتلوونکې په هکله اندېښمن کړي دي

Comments are closed.