د غني سرنوشت د نجیب په څېر کیږي او که اوس حالات فرق کوي
خبریال ویب پاڼه/ له افغانستان د امریکايي او ناټو ځواکونو د غیري مسؤلانه وتلو په هکله زیات شمېر غبرګونونه چې بیلابیل نظریات دي موجود دي اوس تازه یوه پخواني ډیپلماټ د افغانستان د راتلوونکي په هکله ژوره اندېښه ښودلې.
د افغانستان او پاکستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر مهال د دې ادارې مرکچي بېنن سیوان په خپله تازه مرکه کې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي يې دي چې د افغانستان حالات هغه لورته چې د ډا کټر نجیب الله په وخت کې وو، روان دي او د ولسمشر غني په هکله يې هم اټکل کړی چې حالاتو ته په کتلو ښايي د ډاکټر نجیب الله په سرنوشت اخته سي.
دې پخواني ډیپلماټ وویل هغه مهال هم ډلو له مخامخ خبرو ډډه کوله او نه حاضریدل نوموړي له امریکا او ناټو غوښتي چې افغانستان یوازي پرې نه ږدي.
هغه وخت ته اوس حالات څومره فرق کوي؟
که څه نوموړي ویلي چې افغانستان بد لورته روان دی او د ده له انده طالبان مخامخ خبرو ته نه کښيني خو مهمو طالب مشرانو منلې چې د ترکیې کنفرانس کې به ګډون کوي چې هغه اندېښنه چې دوی له مخامخ خبرو تیښته کوي حل سوې په ورته مهال د امریکا بیا بیا ټینګار چې افغانستان یوازي نه پریږدي هم د پام وړ ده امریکا د روسیې راتګ او ماتي ته په کتلو سره غواړي هغسې کړنې تکرار نکړي او په دې لټه کې ده چې د خپلو سرتیرو وتلو وروسته هم افغانستان تر څار لاندې ولري.
امریکا ویلي چې ښايي نژدې پاکستان کې پوځي اډې ولري، په ورته وخت کې د لته د ناټو مشارکت او د سرتیرو ماموریت چې دا یو نړیوال ځواک دی د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان به پخوانۍ مرحلې ته ستون نه سي.
ناټواو امریکا په بار بار د طالبانو د کنټرول لپاره اوس هم دې ډلې ته ګواښونه کړي او ورته ویلي يې دي چې باید تاوتریخوالی کم کړي.
بل دا چې پاکستان خپله ژمن دی او طالبان مجبور کړي چې د ترکیې کنفرانس ته به ځي او هلته به د باور له مخې له پریکړو وروسته بین الافغاني خبرو ته مخه کوي
غني کله هم د ډاکتر نجیب الله په برخلیک ځکه نسي اخته کېدلای چې هغه مهال د افغان امنیتي پوځ ملاتړ هیچا نه کاوه او اوس دافغان امنیتي ځواکونو ملاتړ د نیمې ځواکمنې نړۍ حکومتونه کوي.
هغه وخت په افغان پوځ کې دننه د پوځ ستنې ماتې شوې خو اوس افغان پوځ د افغانستان ساتنه په بله ډول کوي.بل ډول داسي چې د افغان امنیتي ځواک صفر یو؛ صفر دوه؛صفر درې؛صفر شپږ؛ کمانډو او ځانګړي ځواکونه چې شمیر یې تر پنځوس زره اوړي نړۍ والو او په ځانګړي ډول ګاونډیانو ته زیات مهم دي.
چین؛ روسیه؛ ایران او پاکستان وېره لري چې که چېرته خدای مکړه طالبان په زور افغانستان ته ننوتل او دا ځواک مات سو؛ دا سرتېري به تروریستي ډلې جذب کړي او د یادو هیوادونو خلاف به یې وکاروي.
نو د دغه پیاوړيځواک د شتون له کبله حالات بدل دي.
بله خبره داده چې افغانستان له امریکا پرته نور اپشنونه هم لري؛ د ډاکتر نجیب الله د واکمني پر مهال نور اپشنونه نه وو.
تر ټولو مهمه خبره چې د غني حکومت ړنګولای شي هغه فساد دی؛ که غني د فساد مخه ونیولای شي یا ده ته انتهايي نېژدې په فساد ککړ کسان لیرياو وترټي په حکومت د ملت باور زیاتېدای شي؛ او د بینن سیوان اټکل به لانور ناسم ثابت شي.
دا او دې ته ورته نور ښه عوامل د دې بنسټ جوړوي چې موږ پخواني حالت ته نه ستنیږو
Comments are closed.