The news is by your side.

امریکايي ډیپلماټ د طالبانو د یوه نا اعلان سوي کار جزیات وړاندې کړل

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې د می میاشتي راوروسته هغه تاوتریخوالی چې طالبانو پیل کړی هیچاته  د منلو وړ نه دی پر همدې مهال د ټولو غبرګونونو سره یوه امریکايي ډیيلماټ هم ویلي چې طالبان باید د سولې لورته ولاړ سي.

جیفري ډېلاورنټ چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د امریکا فعال ډيپلماټ دی د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي د زیاتولو له امله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده چې د دې جګړې ټول زیان ملکیانو ته رسیږي.

جیفري په ډاګه وویل چې  طالبانو نا اعلان سوي پسرلني عملیات پیل کړي چې باید ژر تر ژره يې و دروي د ده په وینا د ټول تاوتریخوالي مسؤلین طالبان دي.

طالبانو نا اعلان سوي پسرلني علمیات پیل کړي او د افغانستان د امنیتي مسؤلینو په خبره تراوسه پوري د طالبانو په بریدونو کې زرګونه عامو افغانانو او افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبان څه وایي.

طالبانو بل هر کال د پسرلي په سرکې په یوه نوم د عملیاتو د پيل اعلان کاوه چې ورسره سم به افغان دولت هم عملیات اعلان کړل او له هغه وروسته به جګړې پیل سوې خو سږ کال نه دولت او نه هم طالبانو په عامه توګه د عملیاتو اعلان کړی خو د جګړو شدت په ټول هېواد کې زیات سوی.

د هېواد په سلو ولسوالیو کې نښتې

د افغانستان د امنیتي ادارو د مالوماتو له مخې دا مهال د افغانستان په ګڼو ولاتیونو او نژدې سلو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روان او بریدونه روان دي چې پرمهال يې دواړو لورو او ملکیانو ته مرګ ژوبلې اوښتې.

امریکايي ډیپلماټ ویلي چې طالبان دي د نا اعلان سوی پسرلنیو عملیاتو لړۍ ودروي او د سولې خبرو لپاره دي په چټکۍ اقدام وکړي ترڅو د عامو افغانانو غوښتنو ته ځواب وویل سي.

هغه په افغانستان کې د دایمي اوربند غوښتنه کړې خو طالبانو په خپل تازه دریځ کې ویلي چې د ترکیې کنفرانس کې هم د اوربند لپاره کار نکوي او د بین لافغاني مذاکراتو په لړ کې هم په دې هکله پریکړه شوني نه ده خو عام افغانان بیا دې ته لیواله دي چې د یوې دایمي سولې څښتنان سي.

Comments are closed.