The news is by your side.

د افغان پوځ  پیچلي او پياوړي جوړښتونه د ډاکټر نجیب د دور تکرار مخنیوی کوی

خبریال ویب پاڼه/ د ملګرو ملتونو یوه پخواني ډیلپماټ بېنن سیوان د هغه څرګندونو په هکله چې افغانستان به بیرته نوېمې لسیزې ته ستون شي څو مهم ټکي باید یادونه وشي چې افغانستان به بیرته هغې کرښې ته نه سنیږي.

تر هرڅه لومړی چې پوځي ځواک د یوه هېواد د استقلالیت او ځمکنۍ بشپړتیا کې مهم رکن دی موږ بیلابیل ځواکونه او بیلابیلې ډلې لرو چې دا مهال يې شمېر لکونو ته رسیږي او د هر خطر لوی او کوچني خطر په وخت کې ځواب ویوونکي دي

د ډاکټرنجیب الله په دوره کله چې دښمن غوښټل خپلو اهدافو ته ځان ورسوي نو تر هرڅه لومړی یې د افغان پوځ ستنې ماتې کړې چې ورسره سم دولت او نظام کمزوری او له منځه لاړه خو اوس افغان پوځ د هېواد ساتنه په بل ډول سره کوي او د دې پوځ جوړښتونه بیلابیل او خورا پیچلي دي صفر یو، صفر دوه پي کي پی ایف کوماندو او داسې نور چې شمېر يې دا مهال تر ۵۰۰۰۰ زره کسانو اوړي او دا ډیر خطرناک جنګیالي دي، تر ډيره بریده چین، پاکستان ایران او نورو هېوادونه له دې څخه ډار لري که خدای ج مه کړه چیري طالبان په زرو دولت ونیسي نو دا سرتیري به یو شمېر تروریستي ډلې جذب او د دوی پر ضد به یې وکاروي ځکه نو د طالب راتګ ته پاکستان روسیې او چین وار له مخه سور څراغ ورکړ او زیاته يې کړه چې دوی بیا د امارت راتللو ته لیواله نه دي.

د ډاکټر نجیب الله په وخت کې له روسیې ماسیوا افغان دولت بل هیڅ مرسته کوونکی نه درلود چې په وروستیو کې بیا روسیې هم ځان ګوښه کړ خو اوس د نړۍ نیم ځواکمن هېوادونه د افغان پوځ لپاره مرستې کوي او لاهم د خپلو مرستو د دوام ډاډ يې ورکړی.

افغان پوځ څومره پیاوړی دی؟

افغان پوځ د خپلو ځانګړو ټولګیو په درلودلو سره دا مهال د خطرونو په وړاندې له خورا ښه اغېزمنتوب څخه برخمن دی او اجازه نه ورکوي چې مخالفین يې زیاتي لاس ته راوړنې ولري موږ او تاسو په هلمدن او لغمان ولایتونو کې ولیدل چې طالبانو د ټول ځواک په استعمالولو سره بیاهم ونه توانیدل چې د یوه ولایت مرکز ښار ونیسي که څه هم په عادي ډول افغان پوځ ماتې وخوري  خو په تدریج سره دا پوځ د خپلو ټولو ټولګیو په استعمال سره بیرته خپلې بریاته رسیږي.

بېنن سیوان چې څو لسیزې وړاندې يې په یوه داسې نړۍ چې افغانستان په ډیره وروسته پاتي  مرحله کې وو، اوس هغه وړاندوینه تازه کوي او پر دې اعتراف هم کوي چې ډاکټر نجیب الله رښتینی او د هېواد په ګټه وو، خو هغه مهال ده هیڅ ونه ویل خو درې لسیزې وروسته دا اعتراف کوي چې پر ډاکټر نجیب الله ظلم سوی وو.

د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو د صنفونو په درلودلو سره سیمه ییز هېوادونه په ډار کې اچولي او د خپلو اهدافو او پالیسیو په رڼا کې طالب مجبوروي چې د سولې په ټولو برخو کې ګډون وکړي.

طالبان مجبور کړل سوي

پاکستان دافغان پوځ له لوري مخامخ خطر او د امریکا ډالري وړاندیزونو دې ته مجبوره کړچې طالبانو ته نې ووايي او دا ډله په هرنګه کار چې سولې ته یې رسوي ګډون ته و هڅوي طالب به هیڅکله په ترکيې  غونډه کې ګډون نه وو کړی خو مجبور کړل سو پاکستان او بل هر هېواد ته تر هڅه خپلې ګټې امنیت او د افغانستان په کشاله کې خپل ګډون اهمیت لري ځکه نو له همدې امله یې  د طالب امارت او ټولې کیسې ختمې کړې او لیري نه ده چې یوه ورځ به افغاستان او افغانان د خپلو دې اتلانو له برکته په نړۍ کې سیال او د سولې خاوندان و اوسي

Comments are closed.