The news is by your side.

داوړ طالبانو ته: ګریوان کې  وګورئ، د پاکستان یا افغانستان نظام اسلامي دی

خبریال ویب پاڼه/ د پوښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر محسن داوړ د پي ټي ام زرګونو غړو ته د یوې په ترڅ کې د پاکستان تر تلسط لاندې سیمو کې د پښتنو د وضعیت او افغان جګړې په هکله نوې څرګندونې کړې.

داوړ طالبانو ته په خطاب کې وویل که د اسلام په نوم لګیايي په خپل ګریوان کې وګوره چې پاکستان او یاهم افغانستان کې نظام اسلاميی دی؟

او کچیري دي جګړه د افغان خلاف وي او د افغان په نوم پاکستان کې تشکیل کوې نو د پاکستان په همکارې روانې جګړې ته کوم نوم ورکوي او د دوی په ملاتړ جګړې کولو ته کوم افغانیت وایې.

داوړ وویل دا جګړه د افغانیت د ورکولو لپاره ترسره کیږي او بل کوم نوم نه سو ورکولای

ده د افغان ولسمشر هغه خبرو ته چې طالبانو ته یې وویل راسئ ټاکنې وکړئ او ولس ته به مراجعه وکړو وویل که تاسو ولس خوښ کړلاست نو تاسو او که يې تاسو خوښ نه کړلاست نو بیا باید د ولس رایې او ارادې ته احترام وسي.

ده وویل هر هېواد په سیمه کې ګټې لټوي او هیله یې وښوده چې افغانان په یوالي سره د یوې دایمي سولې پر لور قدم پورته کړي د ده له انده د افغان جګړه یوازي افغانستان نه بلکې سیمې ته هم لوی ګواښ دی.

ښاغلي داوړ د پښتون ژغورنې غورځنګ د یوه مشر علی وزیر د زنداني کیدلو په اړه وویل چې هغه اوس بې ګنا او د کراچي په یوه زندان کې شپې او ورځې تیروي خو موږ ژمنه کړې وه چې د پښتون ږغ به ټولې نړۍ ته رسوو، چې له نیکه مرغه په دې موخه کې موږ بریالي سوي یو او لاهم دا پروسه روانه ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر پاکستان نیوکه وکړه چې د افغانستان پر ویر نه بلکې پر فلسطین ظلم هره ورځ غندي خو د وزیرستان پښتنو او افغانانو ویر ورته هیڅ هم نه ښکاري خو ټینګار يې وکړ چې د پښتنو په وړاندې د ظلم حساب به خاماخا کوي.

نوموړي د خپلو خبرو په دوام یوځل بیا پر ټولو پښتنو د یوالي او د لر او بر یوه افغان کیدلو ږغ وکړ او هیله یې وښوده چې نور به د پښتون په وړاندې ټول ظلمونه ختمیږي

Comments are closed.