د پاکستان په نوې لوبه / طالبان يې بیا خرڅ کړل

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان په هکله وړاندې هم ویل شوي چې دوی تل په یوه نا اعلان شوي پلان باندې خپلو موخو ته ځان رسوي چې دا ځل يې بیا یوې خطرناکې لوبې ته پیل کړی او داسې ښکاري چې د خپل اقتصاد غچ به واخلي.

امریکا اعلان وکړ چې پاکستان ورته اډې ورکوي خو پاکستان ورسره هممهاله دا خبره رد کړه خو په واقعت سره ډیر څه موجود دي چې د دې شاهدي ورکوي چې امریکا به ته د زیاتو پیسو به بدل پوځي اډې ورکول کیږي، د امریکا دفاع وزارت وویل چې پاکستان ورته د خپل هوايي او ځمکني حریم د کارونې اجازه ورکړې  او دوی به له خپلو ځواکونو وتلو وروسته د پاکستان په واسطه افغانستان یوځل بیا وڅاري.

امریکا ویلي د خپلو سرتیرو وروسته به یې هم الوتکې په افغانستان تروریستان په نښه او پرې به بریدونه وکړي خو دوی ته د یوه ځای اړتیا وه چې  هغه ورته پاکستان اهدا کړه.

که څه پاکستان امریکا ته ځای ورکړی خو په رسمي ډول سره يې نه ده منلې چې دوی امریکا ته خپل هوایي او ځمکنی حریم ورکړی

خو طالبانو نن د یوې اعلاميې په خپرولو سره له ټولو د افغانستان ګاونډي هېوادونو وغوښتل چې امریکا ته اډې ورنکړي دوی وویل چې همدا امریکا ده چې سیمه کې جګړې او کړکیچونو ته لار پرانیزي که څه هم طالبان به خبر وي چې امریکا ته د پاکستان هڅې روانې دي ترڅو ورته پوځي اډې ورکړي خو دا چې پاکستان رسمي تاید نکړه نو طالبانو دومره جرت ونکړ چې مخامخ پاکستان ته ووايي چې اډې مه ورکوه.

پاکستان څه او ولې کوي؟

پاکستان د خپلې پالیسۍ مطابق تل یوازي خپلې ګټې په نظر کې نیسي او کار ورته ورکوي طالبان شل کاله د همدې پاکستان لپاره وجنګیدل خو کله چې د دوی د ګټې وخت سو یو ځل بیا طالبان خرڅ کړل او په خپله غېږه يې یوځل بیا د طالبانو او د هغوی د ملګرو په وړاندې امریکا د ډالرو د خړو بنډلونو مقابل ځای ورکړ خپل هوایي او ځمکنی حریم یې ورته وسپاره خو  دوی  ځکه په رسمي ډول سره اعلان نه کوي چې بیا طالبان خفه او حتمي یوه چاره کوي ځکه نو په غیري رسمي ډول سره تر هغه شېبې څو چې طالبان د سولې له پروسې او یاهم بلې کومې خواته نه وي سوي نه اعلانوي.

امریکا افغانستان نه پریږدي

امریکا په افغانستان خپل زرګونه سرتیري او زرګونه میلیارده ډالر مصرف کړل شل کاله يې مبارزه وکړه او سختې جګړې يې وکړې افغان پوځ پولیس او دولت یې رامنځ ته کړ نودومره په اسانۍ سره افغانستان هیڅکله روسیې چین او نورو هېوادونو ته نه پریږدي او نه هم په اسانۍ سره اجازه ورکوي چې یو ځل بیا ترهه ګر له دې ځایه امریکا او نوره نړۍ وګواښي

امریکا د یوه نوي تاکتیک له

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More