د غني برخلیک ولي د نجیب له برخلیکه توپیر لري؟؟
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وخت د استازي بینینسیوان وروستۍ مرکې چې له جرمني رسنۍ سره خپره شوي په کور دننه رسنیو کې او سیاسي کړیو کې بحثونه را پآرولي.
هغه ویلي غني هم د ډاکټر نجیب الله په برخلیک اخته کیدو په سناریو کې را څرخي او اوسني حالات د هغه وخت له حالاتو سره کټ مټ یو شان دي.
نوموړي په هغه وخت کې خپل ماموریت که څه هم په بریالي توګه پآی ته و نه رساوه بلکې د اکثریت افغانانو تر منځ یي ځآن د یوې پلورل شوی او خایني څیري په توګه ثبت کړي.
کله چې چا ته د بینینسیوان نوم اخلي نو د کابلیانو د قتل عام، د دغه ښار د ورانیدو، د رژیم د نسکوریدو او د وحشت د فصل د پرانیستلو کیسې یې ور په یادیږي.
زه د غني او د بل یوه سیاست وال پلوي نه کوم لیکن د ملک عیني حالاتو ته د نجیب د واکمنۍ له ورځو سره پرتله کوم.
غني اود افغانستان برخلیک ولي د ډاکټر نجیب د برخلیک سره لوی توپیر لري؟
لومړی مسله دا ده چې د ډاکټر نجیب حکومت له دننه په پراخه توګه له داسي ګواښونو سره مخامخ وو چې نه یوازي ډاکټر ترینه خبر وو بلکې هرې خوا ته د هغه په پیسو روزل شوي زور واکي او قلدران د ورځنیو دسیسو د جوړولو په کار بوخت ول.
لیکن نن که څه هم زور واکي او قلدران شتون لري خو دغه زور واکي به هیڅ کله هم د نظام د ړنګولو توان و نه لري ځکه نني زور واکي یوازي په افغانستان کې د ملیاردونو ډالرو پآنګه او شتمنۍ لري چې د یوې احتمالي ګډوډي په صورت کې به یي هر څه د اور په لمبو وسوځي.
دغه شتمنۍ د یادو زور واکانو او ناقانونه چارواکو د دوو لسیزو خوارۍ دي چې دوی يي په هیڅ وجه د بربادولو خیال هم نه لري.
دا خبره سمه ده چې غني په کور دننه له سختو مخالفتونو سره مخامخ دی لیکن د پوځ ، پولیسو او ملي امنیت په کلیدي پوستونو اکثریت هیواد او ولسمشر غني ته هغه وفادار کسان واکمن دي چې هیڅ کله به هم په خپلو لیکو کې خیانت لپاره زړه ښه نه کړي.
دوهمه مسله دا ده چې د ډاکتر نجیب د دفاع او امنیت له مشرانو نیولي بیا د هغه د کاري ټیم تر غړو پوري په یو ډول نه یو ډول له پاکستان او نورو ورانکارو دښمن ملکونو سره ملګري ول چې ډاګتر هم پرې خبر وو لیکن اوسنی جوړښت له هغه وخته خورا توپير لري.
که چیرته د پوځ او پولیسو لیکو ته وکتل شي دغلته د بیلا بیلو قومونو د مرکزي هستو قوماندانان او مشران یو له بل سره ملګري او داسي پیل شوي چې بیلتون یي ناممکن دی.
دوي د یوه ګډ دښمن چې هغه طالب دی پر وړاندي په یوه خوله داسي سره اوږه په اوږه ولاړ دي چې هیڅ کله هم د نظام د تخریب لپاره ګام نه پورته کوي.
ځکه د هغوي طالب دښمن به د ملک د نیولو په صورت کې په هیڅ یوه هم صرفه و نه کړي.
که چیرته د حکومت په دننه کې د پښتنو مشرانو پرته هزاره او تاجک چارواکو او حتی سیاسي مخالفینو ته وګورو هغوي هم په ټوله کې د نظام د بقا لپاره د مرګ تر پولي د مبارزي لپآره مجبوریت لري په داسي حال کې چې د ډاکټر نجیب د حکومت پر مهال کیسه بل ډول وه.
افغانستان د ناټو او امریکې سره اوږده او دوه لسیزي ملګرتیا لري چې دغه ملګرتیا په هیڅ صورت کې د صفر نقطي ته نه ور تاویږي او هغه خبري هم هسي ګنګوسي دي چې وایي بهرنیان به په اوسني حالت کې د افغان دولت له ملاتړه لاس واخلي.
دا په دې مانا چې یاد ملکونه نه یوازي نړیوالي ټولني بلکې په خپله خپلو وګړو ته مسولیت لري او هغه مسولیت دا دی چې باید د لګول شویو پیسو حساب او لاس ته راوړني ور ته وښيي او که چیرته بهرنیان له افغان دولته لاس واخلي نو دا به د ناټو غړو هیوادونو ډیر ملکونه له پاشل کیدو سره مخامخ کړي ځکه وګړي به یي خپل سیاست وال په ماتې او غلطو پالیسیو جوړولو تورن کړي چې دا کار په هیڅ صورت کې هم لویدیځو حکومتونو ته د تصور او رامنځ ته کیدو وړ نه دی.
د ښاغلي سیوان څرګندوني د یوه متقاعد او په کور ناست هغه لویدیځ میشتي وګړي ته ورته دي چې په اوسني کول کې نه د کورنۍ غړي ورسره شتون نه لري او نه هم بله مناسبه بوختیا خو یوازي د یوه سپې او پيشو په ساتلو خپل ژوند تیروي.
نو فکر وکړي چې د یوه سپي ساتونکي او یا هم پيشو روزونکي اروپایي بوډا څرګندوني به تر کومه حده سمي وي؟
بله مسله دا ده چې افغانستان شاوخوا نیم ملیون پوځي قوت لري او دا قوت اوس د تنخوا اخیستونکي قوت له چوکاټه بهر په داسي یوه ځواک اوښتي چې د طالب او پاکستان پر وړاندي سخت حساس دي او حتی چمتو دي چې په ډیرو سختو حالاتو کې هم د خپل دښمن یعني پنجاب او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندي وجنګیږي.
د نجیب د حکومت پر مهال اکثریت کلیدي پوستونه د غیر پښتنو اونجیب دښمنو عناصرو په لاس کې ول او هغوي هره شیبه د جمهور ریس د نسکورولو او وژلو دسیسي لرلي لیکن اوس اکثریت کلیدي پوستونه د پښتنو په لاس کې دې او دا پښتانه هغه کسان دي چې د افغانستان د سخت دښمن یعني پنجاب پر وړاندي په شدت ولاړ دي او هیڅ راز شاتګ او رحم یې په وینه او نفس کې نه لیدل کیږي.
د غني او ډاکټر نجیب د سناریو بل توپیر دا دی چې اوسني مجاهدي ډلي ټپلي په هر صورت مجبوري دي چې په سختو حالاتو کې د حکومت پلوي ته ودریږي ځکه د اوسني حکومت د احتمالي نه شتون په صورت کې دوي او د دوي شتمني چې د خپل ناموس، ایمان او حیثیت په پلورلو یي تر لاسه کړي د بربادیدو کندې ته لویږي.
بله مسله دا ده چې اولسونه په خاصه توګه پښتون ولس چې د ملک اکثریت برخو کې پراته دي په هیڅ صورت کې د پښتني اقتدار ماتیدل چې هغه د غني د حکومت ماتیدل دي نه مني او په هر صورت کې چې وي د پښتني قیادت ننګه کوي.
په ننګرهار کې د تور لښکر ( داعش) پر وړاندي د قومونو سخته مبارزه د دې قیادت یوه روښانه بیلګه ده.
بله مسله دا ده چې د افغانستان شمالي ګاونډیان په هیڅ صورت کې د افغان حکومت د ړنګیدو موافق نه دي ځکه سیمه به په داسي خطر بدله شي چې له کابله تر مسکوه به پر لاره پروت هیڅ هیواد به هم خوندي نه وي.
خو د ډاکټر نجیب د واکمني پر مهال نه یوازي پآکستان بلکې، ترکمنستان، تاجکستان، ترکیي، سعودي عربستان، ایران، سوريي، قزاقستان، قرغرستان او ازاربایجان هم د نظام بدلون غوښت چې په اوس وخت کې یاد هیوادونه په هیڅ ډول د طالبانو او یا بلي هرې بي نظمي ډلي اقتدار نه غواړي.
د یوې خایني او مزدوري څیري لکه بینینسیوان څرګندوني یوازي تشې نظریې دي چې هیڅ راز عملي او علمي بنسټ نه لري.
په تیرو څو کلونو کې د افغانستان د نظام د ورانیدو په اړه ډیرو بهرنیو سیاست والو څرګندوني کړي دي لیکن یوه یې هم عملي شوی نه ده .
بله مسله دا ده چې طالبان او د طالبانو مشرتابه په دې ښه پوهیږي چې افغانستان کې د اوسنیو حاکمو ملکي او سیاسي جوړښتونو د له یوه مخي ړنګیدو په صورت کې دوي په هیڅ ډول نه شي کولای په دې ملک کې سیاسي بقا ولري ځکه ولسي خوځښتونه او جوړښتونه په تیرو شلو کلونو کې داسي جوړ شوي چې د طالب ایډیالوژي ورته په قطعي توګه د نه منلو او نه زغملو وړ ده .
د نجیب د واکمنۍ پر مهال د هغه نږدې کلیدي ملګري چې د د پرچم ګوندي غړي توب یي درلود د تاجک ټبر اړوند کسان ول او هره شیبه یي د هغه د ترور او ړنګولو دسیسي لرلي لیکن په اوسني وخت کې نه یوازي تاجکیان بلکې هزاره او نور قوتونه د داسي یوه جوړښت برخه ده چې د طالب پر وړاندي هیڅ راز زغم نه لري او خپله بقا د اوسني نظام په بقا خو په کمزوري بقا کې خوندي بولي.
په یوه مسله باید ټول پوه شو چې د افغانستان ملي ځواکونه اوس په داسي ډول روزل شوي چې د حکومت دننه دسیسي ورته د منلو نه دي او په تیرو شلو کلونو کې د قل اردوګانو او لوګانو جوړښتو او تعیناتو ته په کتو سره لیدل کیږي چې د ملک په دفاعي لیکو کې هیڅ راز د نظر لوی توپير شتون نه لري.
د خاین بینینیسوان او ورته څیرو فرضيي له ۲۰۱۴ کال را پدي خوا وخت ناوخت په رسنیو کې را برسیره کیږي او حتی هغوي ویل چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به ملک په بشپړه توګه انارشي او ګډوډي ته ولاړ شي چې داسي و نه شول.
افغان ځواکونه او پښتون قیادت به د دې ملک ټول وګړي تر خپل چتر لاندي نیسي او هیڅ راز ماته او شاتګه محسوس نه دي.
که چیرته د افغانستان د دولت دننه حالت د یوې کورنۍ له حالت سره پرتله کړو نو دا څرګندیږي چې د کورنۍ په دننه کې ستونزي او لانجي موجودي وي لیکن د کور د مشرانو په منځګړیتوب او غوڅو پریکړو دا لانجې هواري کړای شوي دی.
افغان ولس په خاصه توګه اکثریته برخه ( پښتانه) ته په کار ده چې په یوه خوله د اوس په څير د دښمن د دسیسو او پروپاګندو له ښکار څخه ځان وساتي او حتی د خپلو یو شمیر هغو خپل مشرانو تر څنګ ودریږي چې ورڅخه څه نا څه ناراضه دي.
کوچنۍ نارضایتۍ د وخت په تیریدو او د حلاتو په سمون سره له مینځ ځي او دا وطن بي څښتنه نه دی او نه به وي.
م. جلالزی
Comments are closed.