The news is by your side.

امریکا خپل سلګونه سرتېري افغانستان کې پرېږدي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د امریکا جمهور رئيس جو بایډن ویلي و چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي او یوازې محدود شمېر به یې پاتې وي، خو اوس وايي چې د دوی سلګونه سرتېري به دلته مېشت وي. 

که څه هم ښکاره مالومه نه ده چې دغه سرتېري د کوم هدف لپاره پرېښوول کېږي، خو د امریکايي رسنیو د راپورنو له مخې امریکا دغه سرتېري پر کابل د طالبانو د احتمالي بریدونو د مخنیوي لپاره پرېږدي.

 د راپورنو له مخې، چې امریکا په کابل کې د ترکي ځواکونو په یوه نظامي اډه کې سلګونه سرتېري پرېږدي څو پر کابل د طالبانو د برید په صورت کې ددوی پر وړاندې اقدام وکړي.

 سرچینه کاږي امریکا په دې اړه له ترکي چارواکو سره خبرې کړې دي خو تر دې دمه ترکیې له دغه پرېکړې سره موافقه نه ده کړې چې اجازه به ورکړي او که نه.

دا سرتېري به همدا راز د امریکایي سفارت د ساتنې مسوولیت هم لري.

دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې د دوحې له هوکړې سره سم باید ټول بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، د سولې خبرې دې پایلې ته ورسول شي او افغانستان کې باید تاوتریخوالی کم کړل شي، خو روان وضعیت د کړکېچن کېدو لور ته روان دی او عامو افغانانو ته یې اندېښنې پیدا کړې دي.

هلته بیا د سولې د خبرو چندان خونده نشته او طالبانو د ترکیې غونډې ته درې غیر معقولانه شرطونه وړاندې کړي دي چې هیچا ته د منلو وړ نه دی.

طالبان د جګړې په دوام او د سولې پروسه کې د زیاتو امتیاز اخیستو په لټه کې دي، خو پر افغانانو د بل شوي اور د مړه کولو هېڅ پروا هم نه لري.

Comments are closed.