The news is by your side.

د افغانستان په هکله د امریکا نوې ژمنې او پریکړې

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د اندېښنو د ځواب ویلو په هکله د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان ویلي چې د امریکا دولت د افغان ولس او دولت سره همکاري ته تیار او ډاډ ورکوي.

که څه هم د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته یو شمېر لويي اندېښنې داسې دي چې افغان دولت به له زیاتو ستونزو سره مخ او په یو شمېر ځایونو کې به سقوط سي خو امریکا د همکارۍ ډاډ ورکړی.

جیک سلیوان د امریکاله لوري د افغان دولت سره د اوږد مهاله مرستو او د افغان امنیتي ځواکونو د تهجیز او اکمال په برخه کې پوره مالومات وړاندې کړي او د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمد الله محب سره يې په دې اړه مفصلې خبر کړې دي.

بل پلوه امریکا پریکړه کړې چې د خپل سفارت د ساتلو لپاره په افغانستان کې سلګونه سرتیري پریږدي چې په دې سره د سولې خبرو لپاره یوځل بیا اندېښنې پیدا کړې چې طالبان به دا هرڅه و نه مني.

تراوسه پوري په ر سمي ډول طالبانو د امریکايي ځواکونو په دې نوم پاتي  کیدل چې دوی به سفارت ساتي څه نه دي ویلي خو هرومرو به کوم غبرګون او پلمه لټوي.

د افغان ځواکونو تجهیز

تر دې وړاندې هم امریکا ژمنې کړېاو ویلي يې دي چې د افغان ځواکونو د روزنې و تجهیز په برخه کې همکاري ته تیار دي خو اوس يې په تازه ژمنو کې یوځل بیا یادونه کړې چې د افغان ځواکونو او دولت سره د سرتیرو وتلو وروسته هم په کلکه ولاړ او ملاتړ يې کوي.

یو شمېر نړیوال هم په دې نظر دي چې لومړی يې له امریکا وغوښتل چې باید په دې وخت کې له افغانستانه ونه وزي او که چیري بیا هم خپل سرتیري له افغانستانه باسي نو باید د افغان ځواکونو پوره ملاتړ وکړي او دا ځواکونه پیاوړي کړي.

د افغان ځواکونو حالت

تراوسه پوري دافغان ځواکونو حالت ښه دی خو که چیري پاملرنه ورته ونه سي نو اندښنې سته چې د دې ځواک راتلوونکی به خراب سي خو امریکا ویلي چې له دې ځواکونو سره په دوامداره مرسته غواړي چې دا ځواکونه د راتلووني لپاره مجهز او پیاوړي کړي

Comments are closed.