fbpx

صالح : د سولي مخالف نه د اوربند یم

د افغانستان د استخباراتو پخواني ریس د طالبانو او امریکې تر منځ د سولي د مذاکرو په باب غبرګون ښولی.

امرالله صالح ویلي د سولي د خبرو ملاتړی دی لیکن د اوربند ملاتړ نه کوي او هغه د ملک په زیان بولي.

د نوموړي په باور چې ډزبندی به طالبانو ته دا موکه ورکړي چې ځانونه د جګړې د نوي فصل لپاره سمبال کړي.

له تیرو دریو ورځو راهیسي په ابوظابي کې د امریکی، پاکستان او طالبانو تر منځ خبري اتري رواني وي.

په خبرو کې په اوږدمهالي آوربند، د طالبانو د بندیانو په خلاصون، د امریکایانو د وتلو پر مهال ویش او همدا راز په موقتي احتمالي جوړیدونکي اداره کې د طالبانو د استازو د ګډون په باب مفصل بحثونه وشول.

خو اوس امرالله صالح وایي چې طالبان د یوې سیاسي ډلي په توګه کولای شي د افغانستان په قضایاوو کې را ګډ کړای شي خو په دې شرط چې د افغانستان عذت او تاریخي ارزښتونو ته درناوی شوی وي.

هغه وویل: ( زه باور لرم چې طالبان دا توان نه لري چې په پوځي لاري بیرته خپل امارات ورغوي، تاسو فکر کوي که خدا ناخواسته طالبان کامیابه شي ایا د کویټي شورا د افغانستان دخلکو استازي توب کولای شي؟ چې نه یي شي کولای، طالبان باید پوه شي چې د ټوپک، بمونو او وسلو له لاری سوله نه شي راتلاي)).

صالح وویل چې مونږ له کلونو راهیسي دې ته حاظر یو چې خبري وکړو.

زه په دې باور لرم چې سوله باید یوه با عذته سوله وي چې د افغانستان تاریخ او لاس ته راوړنو ته پکې درناوی وشي.

د استخباراتو دغه پخواني ریس وویل چې که چیرته د دښمن د خوشهاله ساتلو لپآره شاتګ وکړو، او دا ضمانت هم نه وي چې ایا دوي سوله غواړي که نه، مونږ باید په هیڅ ډول دي ته غاړه کینږدو چې خپل قانون بدل کړو، د انتقال میکانیزم تر پښو لاندي کړو او یو واري تش په نامه اوربند نافظ کړو.

صالح وویل: (( زه د سولي طرفدار یم نه د اور بند، اوربند د دې مانا دی چې دواړه لوري بیا د جنګ د پیلولو لپآره ترتیبات نیسی

هغه جنګ کیدای شي صبا یا بل صبا یا کال وروسته پيل شي، مونږ باید په ریښتیا د سولي په باب خبري وکړو نه د اور بند)).

صالح د امریکې او طالبانو د خبرو په اړه دا هم وویل چې طالبان باید له ځآنه پوښتنه وکړي چې امریکا ولي دلته ده او ولي افغانستان ته راغلي ده.

هغه وویل : (( د امریکې د راتګ وجه طالبان دي ځکه طالبان هغه مهال هم ویل چې غواړي د پوځي لاري ټول افغانستان ونیسي او هغه وخت هم یوه حل لاره نه وه، زه وایم چې هیڅ افغان نه غواړی د افغانستان په خاوره کې نظامي هډي شتون ولري، دا زمونږ غوښتنه هم ده نه یوازي د طالبانو، ایا د دې ضمانت شته چې که امریکا له بګرامه او کندهار ووځي دلته به پاکستاني او پنجابي او عربي ملیشي نه راځي؟ مونږ دا تجربه لرو او دا تریخي تجربي په اساس ویلای شو چې د طالبانو دغه غوښتنه غیر منطقي ده)).

صالح همدا راز وویل چې د سولي د رامنځ ته کیدو وروسته باید خارجیان خپلو ملکونو ته ولاړ شي خو اوس نه .

امرالله صالح زیاته کړه: (( مونږ په پیړیو پيړیو خپل ملک ساتلی او بیا یي هم ساتو، مونږ اوس له پنجابي پوځيانو بیریږو که امریکایان ولاړ شي هغه به راشي، مونږ په دې ښه پوهیږو  چې د مجاهدینو له بریا وروسته پاکستان زمونږ هر کلي ته لاس رسی لري او هغه بنسټ چې افغانستان مخکي درلود او اوس هغه نه لرو لیکن یوازي احساسات لرو او بس))؟

هغه وویل چې افغانستان کې د امریکې د اډو د بندیدو په باب باید د یوه دولت په اړه خبري وکړو او اوس لپاره افغانستان ډير بي وزله هیواد ده او مرستو ته اړتیا لري.

نوموړی په دې باور دی چې تر هغو چې افغانستان پر پښو دریږي د بهرنیانو مرستو ته اړتیا لري.

صالح همدا راز ویل چې تمه لري ژر سوله راشي خو فکر کوي چې سوله راوستل د واشنګټن د تقسیم اوقاتو پر  اساس ستونزمنه ده.

ځکه افغان لوری او نور لوري ټول وخت ته اړتیا لري خو سره له دې هم باید د خلیلزاد نسخي ته په تمه شو.

هغه وویل: ((  نن صبا د افغانستان د عذت او ملي یو والي خبره مطرح ده، او که له ځآنه د دفاع هیڅ لاره و نه لرو نو باید له ځآنه دفاع وکړو، مونږ به له ټوپک څخه کار واخلو خو دا زمونږ غوښتنه  نه ده او دا پر مونږ تپل شوي لاره ده، که طالبان سیاسي لاره غوره کړي او د یوه حزب په شکل په ټاکنو کې ګډون وکړي ښه به وي. که طالبان سیاسي حل لاري ټه غاړه کیږدي یو کال هم ژوندی نه شي پاتي  کیدلای، ځکه دوي خلکو ته وايي چې هر شی له مرګ وروسته لاس ته راځي، او دا د هدیري پیام دی، هغوي د ژوند لپآره کوم پيام نه لري)).

هغه وویل چې مونږ له سیاسي طالب څخه نه بیریږو ځکه هغه یو بي مفهومه شی دی، مونږ د طالبانو له وحشت او تاوتریخوالي بیریږو.

صالح زیاته کړه چې طالبانو د بربادۍ او وحشت پرته کوم بل پیغام نه لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان د صدراعظم له لوري پخواني  افغان ولسمشر حامد کرزي ته د یو غوښتن لیک په اړه هم یو لړ مهم جزیات وړاندي کړل چې په لاندي ډول  دي.

((  د پاکستان د وخت صدراعظم په ۲۰۱۱ کال کې ولسمشر کرزي ته له غوښتن لیکونو ډکه دوسیه ورکړه چې پکې راغلي ول، باید د افغانستان د پوځ او نورو افسرانو دیرش سلنه په پاکستان کې وروزل شي، دوهمه غوښتنه دا وه چې افغانستان باید له امریکې سره امنیتي تړون لاسلیک نه کړي،  دریم دا چې منځنۍ اسیا هیوادونو ته د افغانستان له لاري لاس رسی ورکړل شي او څلورمه یي هم دا وه چې د سرحد د امنیت لپاره د دواړو ملکونو یو ګډ میکانیزم جوړ شي چې په دې سند باندي باید د سرحد لفظ وکارول شي نه د ډورنډ لفظ کارول، پینځمه غوښتنه یي دا وه چې د هندوستان دیپلوماتیک، بشري او نور فعالیتونه باید په دوو سیمو کې وتړل شي چې یو ختیځ او بل سویلي ولایتونه دي. شپږمه غوښتنه یي دا وه چې چین او پاکستان سره باید افغانستان د امیت لپاره ستراتیژیک تړون ولري. او بله دا چې ټولي هغه رسنۍ چې په افغانستان کې د پاکستان پر ضد خبري کوي وتړل شي او د دوي پر باور هغه رسنۍ دي چې د پاکستان پر ضد جوړي شوي دي، د اوبو د ویش پر سر له پآکستان سره یو تړون لاسلیک شي چې څرنګه د کابل او کنړ ولایت اوبه د راتلونکي او اوس لپآره څرنګه سره وویشو او همدا راز چې دا دواړه ملکونه باید یو د بل تر منځ نږدې استخباراتي اړیکه ولري)).

امرالله صالح د سولي په برخه کې بیا هم د پاکستان پر اوسنیو هڅو شک وښود او دغه هیواد یي یو انسان فریبه او مکار حکومت وباله چې کله هم د افغانستان په اړه ښه نیت نه لري.

میرویس جلالزی