The news is by your side.

د امریکا د سرتیرو پاتي کیدل په ګټه که تاوان

خبریال ویب پاڼه/ امریکا خپل سرتیري پریږدي خو د دوی د ګټې او تاوان په اړه تراوسه فکر نسي کیدلای ولې داسې برېښي چې امریکا به حضور ولري خو تاوان به یې دا وي چې طالبانو ته به د جګړې کولو پلمې جوړي کړي

که امریکايي ځواکونه وزي خو بیابه هم  د امریکا د سفارت ساتلو لپاره ډیر شمېر سرتیري په افغانستان کې پاتي وي په دې اړه تازه څرګندونې سوې.

امریکا ویلي چې د امنیت د خرابي او د طالبانو له لوري پر کابل باندې د احتمالي بریدونو د دفعې لپاره په یوه اقدام سره غواړي د خپل سفارت ساتلوو لپاره سلګونه امریکايي سرتیري همدلته په افغانستان کې پریږدي.

امریکا پریکړې چې خپل سرتیري د ترکي ځواکونو په یوه اډه کې ځای پر ځای کړي او له هغه ځایه خپل پروګرامونه تنظیم کړي خو تراوسه پوري يې د سرتیرو کره شمېره نه ده یاده کړې یوازي يې  د سلګونو یعني زیاتو سرتیرو یادونه کړې ده، څو د راتلوونکو خطرونو پر مهال یاهم پر کابل د طالبانو د بریدونو پر مهال دسفارت ساتنه په ښه ډول سره وکړي.

تراوسه پوري که څه نور مالومانه دي ورکول سوي خو امریکا به خپل دا سرتیري د ترکي سرتیرو په یوه پوځي اډه کې ځای پرځای کړي او له هغه ځایه به خپل سفارت څاري امریکا ویلي چې په دې  اړه يې له ترکي چارواکو سره خبرې روانې کړې چې تراوسه ورسره ترکیې دا خبره نه ده منلې خو تمه کوي چې یوې هوکړې ته به سره رسیږي.

پاتي سرتیري به څه کوي؟

ویل کیږي دا سرتیري به د طالبانو له لوري پر کابل باندې د احتمالي بریدونو ځواب وايي او بله دنده به يې د خپل سفارت ساتل وي داسې فکر کیږي چې دوی به همدلته افغانستان کې میشت وي.

دا له هوکړو سرغړونه نه ده؟

که څه هم باید تر مي میاشتي پوري باید ټول بهرني سرتیري له افغانستانه وتلي وای خودوی خپل ماموریت د سپټمبر تر ۱۱ مې نېټې پوري اوږد کړ او اوس تازه پریکړه دا سوې چې سلګونه امریکايي ځواکونه به له ترکي سرتیرو سره په یوه پوځي مرکز کې پاتیږي چې په دې هکله هم پوره ملاحضات موجود دي او د امریکا دا پریکړه به یوځل بیا غبرګونونه را و پاروي.

د سولې روانې خبرې

طالبانو تر دې وړاندي ویلي وو، ترڅو چې یو امریکايي سرتیری په افغانستان کې وي نو دوی په هیڅ یوه ناسته کې ګډون نکوي خو اوس بیرته رازي سول خو ښايي د امریکا له دې پریکړي وروسته یوځل بیا د سولې خبرو کې ستونزې پیداسي

Comments are closed.