طالبانو نړیوالې غونډې ته د پیتاوي شرطونه وړاندې کړل
خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو له لوري د ترکيې غونډه کې د ګډون په موخه اعلان وشو خو دې ډلې د دریو بې منطقه شرطونو په وړاندې کولو سره د ترکيې غونډې جوړښت تر سوال لاندې راوستلی.
افغان دولت امریکا او نړیوالې ټولنې د ترکيې کنفرانس یو برخلیک ټاکوونکی کنفرانس بللی او ورته يې انتظار او پوره چمتوالی نیولی خو طالبانو په خپلو شرطونو ټوله نړۍ حیرانه کړه.
دوی په خپلو شرطونو کې درې دي وویل د ترکیې جوړیدونکي کنفرانس کې يې یوازي ټیټ رتبه کسان ګډون کوي په دې کنفرانس کې باید پریکړه کوونکې شرایط او موضوعات رامنځ ته نه سي، او همدارنګه دا غونډه باید مشخصه اجنډا ونلري، د طالبانو څخه باید بیا دا سوال وسي چې له دې ټولو مواردو وروسته د یوې غونډې د جوړیدلو اړتیا څه ده بیا نو غونډه ولې جوړه سي.
د طالبانو منطق
طالبانو به خپلو شرطونو وښودله چې دوی لاهم په شعوري توګه د دولتونو او یاهم په سیاسي لحاظ د نړیوال سټیج په محور او جوړښت نه پوهیږي او یوې نړیوالې غونډې ته يې کلیوالي شرطونه وړاندې کړي، چې ټول حق پک کړي.
هرهغه غونډه چې جوړیږي اجنډا، د بحث وړ توکي پریکړه او نتیجه لري او که چیري دا هیڅ هم نه وي نو بیا هغې ته غونډه نه بلکې د پښتنو د یوه عادت په یخ ژمي کې د پتیاوي بنډار وايي چې هر وخت ګرم بحث پیل وي نو نتیجه یې صفر او کومه پریکړه پکښي نه کیږي.
اوس هم هغه خبره طالبان داسې یوه غونډه غواړي چې لومړی خو د دوی محلي کسان چې په دوه او درې نه پوهیږي ګډون په کښي کوي دویمه خبره داده چې په دې غونډه کې چې د مهمو مسایلو په هکله باید پریکړه وسي دوی یې نه منی وایي پریکړه به پکښي نه کیږي او همدارنګه مشخصه اجنډاباید ونلري نو بیا هر سړی پوی سه او خبرې يې غونډه که هرې خواته ولاړه ګډونوال به هغه بحث کوي.
یوه ټوکه دي پکښي وي بې اجنډا غونډه لکه د کلیوالو د موسیقي بنډار هر څوک خپله بابولاله پکښي وایي اما مهمه داده چې د دې کنفرانس اهمیت لومړي وپيژندل سي.
د ترکیې غونډې اهمیت
له تیرو څو میاشتو را په دې خوا پر دې کوښښ سوی ترڅو د ترکیې غونډې اهمیت نور هم زیات او حفظ سي ځکه همدې کنفرانس ته د فغان ملت ترڅنګ امریکا سیمه ییز هېوادونه په ټوله زیات شمېر طالبان او افغان دولت هیلې درلودې خو داچې د طالبانو محدود مشرتابه چې اوس سټیج ته راوتلي د دې غونډې اهمیت په نه درک کولو او یاهم د کمې پوهې په درلودلو سره له یوه نړیوال کنفرانس سره داسې کړنه د باشعورو کار نه دی.
طالبانو زلمی خلیلزاد ته منلې وه چې په نوېمو کلونو کې په اداره نه پوهیدو خو اوس پوهیږو مګر د دوی دا ادعا د دوی د کړنو سره په ټکر کې ده او ویلای سو چې طالبانو هیڅ تغیر نه دی کړی.
د طالبانو تر ګډون نه ګډون سم وو
کله چې طالبانو د څو بې ځایه شرایطو په وړاندې کولو سره د ترکیې کنفرانس کې د ګډو خبره وکړه نو هم يې په ځان هم په نړیوالو او هم په دې کنفرانس ملنډې ووهلې تر دې يې هغه پخوانی دریځ چې ګډون نه پکښي کوو، ډیر سم وو، ځکه تر دې اوسنۍ ګډون او تګلارې يې د غونډې نه ګډون اعتبار او نړیوالو پرې باور کاوه
خو په لنډوکې باید وویل سي چې طالبان دې غونډې ته په ګډون کولو مجبوره سوي او حتمي به د ټولو اصولو په رڼا کې ګډون کوي ځکه دا دوی ته پاکستان ویلي او د پاکستان هره خبره طالبانو ته د کاڼي کرښه ده
Comments are closed.