The news is by your side.

کانګریس د افغانستان په اړه بایډن ته لیک استولی، خو بایډن خاشه پر اچولې

خبریال وېبپاڼه/ له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتلو او ورسره همماله د جګړې شدت د دغه هېواد په اړه په کور دننه او دباندې ګڼې اندېښنې پیدا کړې دي.
د دې اندېښنو له مخې ښايي طالبان په زور واک ته رسېدل وغواړي او دغه هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل کړي، چې دا یو خطر ناک زنګ دی او باید مخنیوی یې وشي.
د دغه خطر او ګواښ د ختمېدو لپاره په کور دننه او دباندې تبصرې روانې دي او ټول دا غوښتنه کوي چې باید له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه مسوولانه چلند وشي، څو د ترهګرۍ ګواښ ختم کړل شي.
اوس تازه د امریکا د ګانګرېس غړیو په دې اړه د جو بایډن له ادارې سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي او ترې غوښتي یې دي چې په دې اړوند دې هر قدم په احتیاط اخلي.
خو د دې ترڅنګ د امریکا د کانګریس غړي وايي چې د بایډن ادارې د افغانستان په اړه ددوی اندېښنو ته هېڅ ځواب نه دی ویلی او هماغسې په خپل جای پاتې دي.
د امریکا د کانګریس غړی جېم لانجېون وایي دوی بايډن ته د افغانستان په اړه یو لیک واستاوه، خپلې اندېښنې یې ورسره شریکې کړې خو تر دې دمه یې نه دی ځواب کړی. هغه د افغانستان په اړه د بايډن پرېکړه ناسمه بولي او په خبره یې دا اقدام به جګړه ختمه نه کړي.
دده په خبره همدا چې بهرنیان له افغانستان وځي نو طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره جګړې کوي چې دا بیا ان نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.
هغه وایي امریکايي حکومت د سرتېرو وتلو عواقب هېڅ نه دي ارزولي او د مسایلو په اړه بې پروايي کوي.
جېم وایي طالبان لا هم له پاکستان سره پېچلې اړیکې لري او له القاعده شبکې سره یې ملګرتیا پر خپل ځای ده.
جېم وايي یوه څېړنه ښيي چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته ښایي له ۱۸ تر ۳۶ میاشتو کې القاعده شبکه بېرته پر خپلو پښو ودرېږي او ښايي ټولې سیمې ته خطرونه او ګواښونه جوړ کړي.
دا اندېښنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د سولې خبرې پڅې شوې دي او په هېواد کې جګړې تر بل هر وخت شدت اخیستی دی.
هلته بیا طالبانو د ترکیې غونډه کې د ګډون لپاره تازه غیر معقول شرطونه وړاندې کړي، چې په یو ډول یاده غونډه کې نه ګډون کول دي.

Comments are closed.

koi finance