د خطرونو اټکل، د القاعده بیرته پورته کیدل، د طالب او پاکستان اړیکي
خبریال ویب پاڼه/ موده وړاندې د امریکا د کانګرس غړو ولسمشر جوبایډن ته په یوه لیک کې هغه اندېښنې چې دوی د افغانستان په هکله او د دې هېواد د راتلوونکې په هکله درلودې شریکي کړې خو تراوسه پوري ښايي بایډن هغه لیک کتلی لا نه وي ځکه ځواب یې نه دی ورکړی.
له همدې امله د کانګرس یو شمېر غړي په غوسې سره وایي چې د دوی اندېښنې لاهم د افغانستان په هکله موجود دي دي او بایډن تراوسه پوري د دوی اندېښنو ته ځواب نه دی ویلی.
د دې هېواد د کانګرس یوه غړي ویلي دوی بایډن ته مستقیما یو لیک ولیږه او پکښي يې د افغانستان په هکله خپلې اندېښنې لیکلې وې خو تراوسه یې د هغه لیک ځواب ترلاسه کړی نه دی.
بايډن ښآيي د سرتیرو وتلو پریکړې وروسته داسې ډیر لیکونه په کور دننه امریکاو او افغانستان څخه هم ترلاسه کړي وي خو د ځواب ویلو په هکله د یوه لیک په بارکې هم څه نه دي ویل سوي.
د کانګرس یوه غړي جېم لانجېون په خپلو تازه څرګندونوکې د هغه لیک چې دوی بایډن ته د ځواب ویلو په موخه استولی وو، وول موږ تراوسه د خپلو اندېښنو د ځواب ویلو په هکله بیرته لیک نه دی ترلاسه کړی، د کانګرس دې غړي له دې سره سره چې د افغانستان په هکله اندېښنه لري د بایډن د سرتیرو ایستلو پریکړه ناسمه وبلله او زیاته یې کړه چې دا کار به جګړه ختمه نه کړي.
د جېم له انده که چیري امریکايي او بهرني ځواکونه ټول له افغانستانه ووزي نو طالبان د واک ترلاسه کولو لپاره جګړه کوي او غواړي چې ییرته واک ته ورسیږي.
د نوموړي له انده د امریکایي سرتیرو وتلو پریکړه داسې سوې چې د سرتیرو وتلو په هکله هیڅ عواقب نه دي ارزول سوي او د ټولو مسایلو په هکله بې پروايي سوې.
جېم د طالبانو او پاکستان له اړیکو هم پرده پورته کړه او طالبان يې تورن کړل چې اوس هم له القاعده سره پخې اړیکې لري د جیم په خبره د یوې څېړنې له مخې ویل سوي چې ښايي له ۱۸ څخه تر ۳۶ میاستو پوري القاعده بیرته پر خپلو پښو و دریږي او خپله مبارزه یوځل بیا پیل کړي چې سیمې او امریکا ته به ګواښ وي
Comments are closed.