The news is by your side.

جالبه بایډن کرونا ته استخباراتي کسان وګمارل

خبریال ویب پاڼه/ د امریکا ولسمشر جو بایډن وروسته له هغه چې کرونا لاهم امریکا ورځ تر بلې سخته ځپي خپلو استخباراتو ته امر کړی چې د کرونا ویروس د سرچینې په هکله دي تحقیقات وکړي.

امریکا له وخته پرچین شک لري چې د دې هېواد له یوه لابراتواره دا ویروس خپور سوی او چین ښايي په قصدي ډول سره دا کار کړی وي خو چین وړاندې او اوس دا خبرې نه مني

د امریکا ولسمشر پر داسې مهال د استخباراتو څخه د کرونا ویروس د سرچینې د موندلو غوښتنه کوی چې نړۍ د دې ویروس له دریمې او څلورمې څپې سره مخ سوې او ورځ تر بلې د دې ویروس حالت خطرناکه کیږي.

بایډن له خپلو استخباراتي ادارو غوښتي چې د کرونا ویروس د خپریدو د سرچینې موندلو په برخه کې باید پلټنې وکړي او د دې مرض سرچینه مالومه کړي.

په دې وروستیو کې يوځل بیا رسنیو کې د کرونا ویروس په هکله د چین له یوه محلي لابراتواره د دې ویروس د دخپریدو خبرونه لاس پر لاس کیږی بایډن پر همدې مهال له استخباراتو څخه غوښتي چې د کرونا ویرس د شواهدو په موندلو کې دي خپلې هڅې دوه برابره کړي.

امریکا د نړۍ دا مهال د نړۍ په کچه لومړی هېواد دی چې کرونا ویروس پکښي او ج ته رسیدلی خو امریکایي دولت د ټولو هڅو سره سره بیاهم نه توانیدلی چې د دې ویروس په وړاندې مبارزه وکړي.

تراوسه پوري کرونا په ټوله نړۍ کې ۳،۵ میلیونه کسان وژلي او ۱۶۹ میلیونه نور پرې مبتلا سوي د کرونا ویروس بریتانیايي ډول که څه هم د خطر له لحاظه کم بلل سوی خو د سرایت له امله تر هغه بل یوه ډیر خطرناکه دی ځکه نو له همدې امله په نړۍ کې هره ورځ د کرونا پیښي یو په دوه زیاتیږي.

په دې وروستیو کې هند هغه هېواد دی چې تر هر یوه اوس کرونا سخت ځپلی دا هېواد له امریکا وروسته د نړۍ په کچه دویم هېواد دی چې کرونا ویروس پکښي بهران رامنځ ته کړ او په وړاندې يې دولت او خلک عاجزه سول نژدې هره ورځ زرګونه کسان هند کې له کرونا ناروغي خپل ژوند له لاسه ورکوي او لکونه انسانان بیرته پرې اخته کیږي

Comments are closed.