The news is by your side.

غني: هیڅ تغیر نکوي څه تغیر کوي یوازي د همکاریو بڼه ده

خبریال ویب پاڼه/ ولسمشر غني د لوبې بدلون فرصت په نوم تر عنوان لاندې یوې  غونډې ته خبرې کولې او زیاته يې کړه چې د امریکا له وتلو وروسته به هیڅ تغیر ونکړي خو هغه چې تغیر به کوي د همکاریو د  بڼې بدلون دی.

کیدلای سي د وروستیو تحولاتو په هکله له هر افغان سره زیاتې اندېښنې او سوالونه موجود وي خو نن افغان ولسمشر د هرڅه پرځای پاتي کیدلو په هکله ډاډ ورکړ او ویې ویل هیڅ شی به تغیر نکوي.

افغان ولسمشر څه وویل؟

غني وویل ټول هغه امکانات چې ناټو او امریکايي ځواکونو ته برابریده ټول يې افغان ځواکونو ته د لیږد په حال کې دي ځکه نو باید وویل سي چې د راتلوونکې لپاره اندېښنه په کار نه ده خو د امریکايان په خپلو وتلو سره یوازي کمه اندازه تجهیزات افغان ځواکونو ته پریږدي او نور يې ټول یا له منځه وړي او یا يې هم له ځان سره وړي.

ولسمشر د امریکا او ناټو سره د امنیتي اوږدمهاله تړون یادونه وکړه او زیاته يې کړه چې دا تړون به په خپل قوت پر خپل ځای پاتي وي او یوازي چې بدلیږي نو د دوی د همکاریو بڼه بدلون مومي

د غني له قوله چې افغانستان به بې طرفه سیاست غوره کوي او نه غواړي د نیاتبي جګړو ډګر وګرځي د ده په وینا افغانستان په کافي اندازه ظرفیت لري او کولای سي چې خپله بودجه له ملي عوایدو څخه پوره کړي.

ولسمشر غني پرداسې مهال دا څرګندونې کوي چې یو شمېر سیاسون او پخواني ډيپلماټان افغانستان یوځل بیا تیر تاریخ ته د ستنیدو په حال کې بولي او وايي چې غني به د ډاکټر نجیب الله له سرنوشت سره مخ سي، خو افغان ولسمشر تا ټولو تاکید پر دې وکړ چې افغان ځواکونه پیاوړي کیږي تجهیز او اکمال يې په پیاوړې اراده سره روان دی ځکه نو هیڅ تغیر نه خوري د ده له خبرو داسې ښکاري چې جمهوریت به حاکم وي او ټولو وګړو ته به خپل حقوق رسیږي.

افغان ولسمشر پر دې هم ټینګار وکړ چې افغانستان به پر ځان متقي او وبه  کولای سي چې  خپل کلني عواید له خپلې بودجې څخه پوره کړي

Comments are closed.