The news is by your side.

امریکا تر افغانستان په خطر کې ده

خبریال ویب پاڼه/ تراوسه پوري د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله یوازي د تاوانانونو  خبرې کیږی یوې امریکايي خپرونې دا ځل امریکا د سرتیرو وتلو په پروسه کې تر افغانستان هم تاواني بللې.

نشنل انټرسټ خپرونې خپل مطلب افغانستان او په سیمه کې د امریکا او چین سیالیو ته ځانګړی کړی او د بایډن پر وروستۍ پریکړه چې له افغانستانه خپل سرتیري باسي نیوکه کړې.

خپرونې ویلي که چیري امریکا له افغانستانه ووزي نو په خلاصه ډول سره ویلای سي چې ترافغانستان ډیر تاوان کوي.

نشریې د هغه خبر په هکله چې امریکا ډیورنډ کرښې ته څیرمه چې د پاکستان تر ولکه لاندې ده اوس دا سیمه په هکله وویل چې په بل ځای کې پوځي مرکزونه جوړول د امریکا واک کمزوری کوي.

د خپرونې له قوله امریکا د خپلو هڅو له یوه او مهمه اړخه تل کوښښ کړی ترڅو په سیمه کې د روسیې او چین د نفوذ مخه ونیسي، خو د سرتیرو وتلو پریکړې او د سرتیري له کلي وتلو وروسته به دې دواړو هېوادونو ته د لا زیاتي لاس وهنې زمینه برابره سي.

د دې خپرونې په مطلب کې وړاندې راځي د مرکزي اسیا د هېوادونو په اړه امریکا هڅه وکړه ترڅو له ترهه ګرۍ سره د مبارزې په جګړه کې يې ښکېل کړي خو څومره چې ښکاري د دوی دا هڅه هم عملي بڼه نلري

امریکا به د لته کمزوري سي؟

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې امریکا لاهم څه موخي لري دوی یوازي په افغانستان کې ځان له مخامخ تاوتریخوالي شاته کوي او هیڅکله خپل شتون ته دلته خاتمه نه ورکوي، امریکا په افغانستان کې زرګونه میلیارده ډالري او زرګونه سرتیري قرباني ورکړه له شلو کلونو وروسته باید دوی د افغانستان حاصل وخوري ځکه نو ویلای سو چې افغانستان اوس امریکا ته تر پخوا مهم سوی مصروفونه يې نه کیږي خو دا هېواد به په خپل کنټرول کې ساتي اما مصروفونه به نکوي او سرتیري به یې له بریدونو خوندي وي.

طالبان به څه وکړي؟

داسې نه ښکاري چې طالبان دي ډیورنډ کرښې ته څیرمه بیا امریکايي ځواکونه او یاهم د هغوی اډې په نښه کړي ځکه دوی وايي جهاد یوازي افغانستان کې روا دی او بل هرځای چې څه کیدل ودي سي

Comments are closed.