The news is by your side.

د افغان ځواکونو په هکله د ناټو نوې ګټوره پریکړه

خبریال ویب پاڼه/ ناټو په خپلو نویو څرګندونو کې د افغان ځواکونو په هکله نوې ژمنې کړې او داسې مالومیږي چې دا نوې ژمنې به د افغان پوځ او ځواکونو د پرمختګ لامل سي.

ناټو ویلي چې له افغان ځواکونو سره دوامدره روزنې تمویل او تجهیز ته پام کوو، ترڅو له یوې خوا افغان ځواکونه پیاوړي او له بله پلوه د ترهه ګرۍ سره جګړه کې ښه و ځلیږي د امریکا او بهرنیو ځواکونو له وتلوسره همدا خبره نړیوال او په کور دننه افغانانا هم کوي چې د راتلوونکو خطرونو لپاره باید افغان ځواکونه تمویل او تحهیز سي ترڅو په ښه توګه د هېواد اوخلکو ساتنه وکړي.

په تازه څرګندونو کې چې د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د استونیا لومړۍ وزیري کاجه کلاس سره يوې خبرې غونډې ته په ګه کړې وویل له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته مرستې کوي.

هغه وویل  چې د خپلو نورو متحدینو سره په همغږي د یوه منظم پلان له مخې به خپل ټولو میشت سرتیري له افغانستانه باسي او په ښه توګه به دا پروسه مخ ته بیايي خو هغه یوځل بیا ټینګار وکړ ناټو به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

سټولټنبرګ په خپلو څرګندونو کې سولې ته په اشارې وویل چې موږ له افغانانو سره ګډ کار کوو ترڅو دې هېواد ته تل پاتی سوله راولو او په دې برخه کې پوره هلې ځلې کوو.

نوموړي د خپل پوځي ماموریت په خلاصیدو سره د ژمنو په کولو سره وویل چې د افغان ملي  امنیتي ځواکونو لپاره دوامداره روزنه او ملاتړ په پام کې لري چې دوی به یې ورسره وکړي

د ناټو مرستې څومره مهمې دي؟

ناټو یو نړیوال تړون دی او په دې تړون کې لسګونه مهم هېوادونه دي چې ملاتړ يې د یوه نړیوال ځواک په توګه له افغانستان سره مهم او حیاتي دی.

تر دې وړاندې هم ناټو خورا مهم رول د افغان ځواکونو په روزنه کې درلود چې اوس هم دا روزنه د افغان ځواکونو لومړی اصل جوړوي او افغان پوځیانو ته دا رول او باور ورکوي چې نړۍ پرې باور وکړي او د یوه رسمي ځواک په توګه په دې خاطر ومني چې ناټو ورته روزنه ورکړې ده

Comments are closed.