The news is by your side.

پاکستان وايي طالبان مستقل دي ایا رښتیا ده؟

خبریال ویب پاڼه/ پاکستان چې تل يې د افغان جګړې لپاره طالبان تجهیز او اکمال کړي او ان په دې جګړه کې يې خپل وګړي هم جنګولي او تل طالبانو ته فرمایشات ورکړي اوس وایي چې طالبانو سره اړیکي لري خو هغوی مستقل دي.

طالبان رښتیا مستقل دي؟

د کومې ډلې چې له کشره تر مشره ګذاره ولسه او حمایه په یوه هېواد پوري اړه ولري د رخصتي او  ښې رازۍ ورځې په هغه هېواد کې تیروي مشران یې هلته میشت وي شوراګانې يې د همدې هېواد دولت تر تسلط لاندې وي څنګه مستقل کیدلای سي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې له طالبانو سره اړیکي لري او مناسبات يې ورسره ښه دي  خو دوی په خپلو پریکړو او فکر کې مستقل دي او هرڅه کولای سي په خپلواکه توګه ترسره کړي خو موږ به کوښښ وکړو چې په اړیکه کې پاتي کیدل د هغوی په ګټه ده او موږ به پرې فشارونه زیات کړو.

که څه پاکستان نه ده منلې چې دوی د طالبانو ملاتړ کوي خو تل یې ویلي چې له طالبانو سره ښې اړیکي لري طالبان دا مهال د پاکستان تر ولکه لاندې  ښارونو کې درې فعالې شوراګانې لري او جنګیالي يې له دې ځایه د سرچینې په اخستلو سره په افغانستان کې جګړه ترسره کوي.

شامحمود قریشي دا هم ویلي چې  اوس راتلوونکی د افغانانو په لاس کې دی چې نویمې لسیزې ته ستنیږي او که ځان ژغوري نو خپل مستقبل د افغانانو په لاس کې دی.

د پاکستان په وړاندې وروستي غبرګونونه

پاکستان هیڅکله رښتینی نه دی پاتی سوی د نړیوالو ډیپلماټانو په ګډون چې په افغانستان کې يې دندې ترسره کړې پخوانی نظامي امریکايي جنرالان د افغانستان د اوسني دولت چارواکي او پخواني حکومتي مسؤلین ټول پر پاکستان دا تور پوري کوي چې د طالبانو تجهیز او اکمال کوي او افغانستان کې يې جګړې کولو ته هڅوي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي  پاکستان اوس هم افغانستان ته بمونه او وسلې رالیږي او د طالبانو له ملاتړه یې لاس نه دی اخیستی نوموړي له پآکستانه وغوښتل چې نور دي له دې کارونو لاس واخلي او افغانستان سره دي په رښتیني ډول همکاري  وکړي

Comments are closed.