ووټل د پاکستان له دوه مخې توبه پرده پورته کړه
خبریال ویب پاڼه/ یوه امریکايي جنرال په خپلو نویو څرګندونو کې پر پاکستان شک کړی چې دوه مخې او په خپلو ژمنو کې څومره دوی وايي صادقه نه او همکاري نه کوي.
پاکستان د طالبانو په برخه کې څو ځله ویلي چې ورسره اړیکې لري او پرې يې زیات فشار اچولی ترڅو د افغان سولې او نورو پروسو لپاره ځان جوړ کړي.
خو دې امریکايي جنرال ویلي څومره چژې اړینه ده اویاهم پاکستان ژمنې کړې دومره یې د افغان جګړې ختمولو په برخه کې همکاري نه ده کړې او نه یې هم خپلې ژمنې په ښه توګه ترسره کړې دي.
پاکستان له افغانستان سره په ټولو مواردو کې همداسې چلند کوي او غواړي له دې لارې په افغانستان کې خپلو شومو اهدافو ته ځان ورسوي پاکستان په اوس وخت کې درې اړخیزه لوبه لوبوي امریکا، طالبان او دولت ټول خوشحاله ساتي خو اوس پر دوی هم کړۍ راتنګه سوې او د کار نتیجې ورکولو ته مجبوره سوي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخواني قوماندان جنرال جوزف ووټل پاکستان په افغانستان کې د جګړې ختمولو لپاره اړینه همکاري نه ده کړې، خو باید وویل چې دې برخه کې رښتینو هڅو ته اړتیا ده چې باید پاکستان يې ترسره کړي.
د دې جنرال له قوله او نظریې داسې ښکاري چې پاکستان دي که رښتیا هم وغواړي چې په افغانستان کې جګړه ختمه کړي او رښتینی سي نو په لومړي پړاو کې دي هلته د طالبانو مرکزونه له منځه یوسي او د سولې هڅو ته دي دوام ورکړي.
ووټل زیاته کړه چې پاکستان دي د خپلو هڅو په دوام پر طالب مشرانو نور فشارونه هم زیات کړي ترڅو هغوی د پاکستان د فشارونو له امله سولې کولو ته حاضر سي.
طالبان او پاکستان
طالبان او پاکستان دوه سره تړلي نومونه دي چې د طالبانو له رامنځ ته کیدلو تراوسه یې پاکستان ملاتړی او د دې ډلې تجهیز او اکمال کوي په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو ویلي وو، چې پر طالبانو باندې فشارونه زیاتوي او زیات کړي يې دي خو داسې شکونه موجو دي چې د پاکستان دا چارواکي په خپلو خبرو کې رښتیني نه دي او لاهم خپلو دوه مخو چارو ته ادامه ورکوي
Comments are closed.