امنیتي ګواښونه؛ استرالیا افغانستان کې خپل سفارت تړي
خبریال وېیپاڼه/ په هیواد کې د امنیتي ګواښونوزاتېدو نه یوازې دا چې په کور دننه سختې اندېښنې پیدا کړې دي،بلکې بهرنیانو په ځانګړي ډول دیپلوماتانو ته یې هم اندېښنې پیدا کړې دي.
په دې لړ کې تازه استرالیا خپله اندېښنه په رسمي توګه څرګنده کړې ده.
ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو سرتېرو د ایستلو له پرېکړې سره هممهاله استرالیا هم د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده چې له دې سره ددغه سفارت امنیت ته ګواښونه جوړېدلی شي.
په اعلامیه کې راځي چې په افغانستان کې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې خپل سفارت په کابل کې په موقته توګه وتړي.
دغه هېواد ویلي چې د شرایطو له ښه کېدو سره سم به خپل سفارت بېرته کابل ته راولي، خو تر هغه به له افغانستان سره خپلې ديپلوماتیکې اړیکې له کوم بل هېواد پالي.
استرالیا ویلي د سفارت تړل په دې مانا نه دي چې دوی له افغانستان سره له خپلو ژمنو په شا شوي، بلکې په خبره یې خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.
دغه سفارت به د مې په ۲۸ مه تړل کېږي. افغان حکومت بیا تر اوسه په دې تړاو غبرګون نه دی ښودلی.
که څه هم استرالیا ویلي چې دوی به خپلې ژمنې له افغانستان سره تعقیب او دیپلوماتیکو اړیکو ته به په عادي ډول ادامه ورکړي، خو د سیاسي چارو د شنونکو په باور که استرالیا سفارت وتړي، نو د غیر استوګن سفیر په مرسته دلته خپلې اړیکې څنګه چې لازمه ده نه شي ساتلی او پاللی.
دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو تر اوسه هېڅ درک نه لګېږي او د وضعیت په اړه ورځ تر بلې اندېښنې زیاتېږي.
عام افغانان هم په سختو اندېښنو کې دي او له ښکېلو اړخونو د جګړې د درېدو غوښتنه کوي.
Comments are closed.